وزيراعظم شهباز شریف سره د بلوچستان سېلاب ځپليو سيمو څخه زدكونكي اکرام الله کاکړ ولیدل

اسلام آباد 10 اګست(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف ووئیل چې د اکرام الله کاکړ کورنۍ د سېلابونو له امله سخته ځپلې شوي۔ هغه په كال 2022 كښې د قلعه سیف الله سېلاب ځپلو سیمې ته د خپلې دورې په مهال د اکرام الله سره په یوه مرستندویه خېمه کښې ملاقات كړې ؤ٬ په هغه ملاقات كښې اکرام الله د لوړو زده کړو ترلاسه کولو هیله څرګنده کړه او …

اسلام آباد 10 اګست(اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شریف ووئیل چې د اکرام الله کاکړ کورنۍ د سېلابونو له امله سخته ځپلې شوي۔ هغه په كال 2022 كښې د قلعه سیف الله سېلاب ځپلو سیمې ته د خپلې دورې په مهال د اکرام الله سره په یوه مرستندویه خېمه کښې ملاقات كړې ؤ٬ په هغه ملاقات كښې اکرام الله د لوړو زده کړو ترلاسه کولو هیله څرګنده کړه او هغه مهال وزيراعظم د اکرام الله د زده کړو ټول لګښت په غاړه اخیستی و٬ نن دا كتلو سره خوشحاله یم چې اکرام الله په خپلو هڅو سره خپل اهداف ترلاسه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شریف د اتوار په ورځ اسلام آباد کښې د بلوچستان زده کوونکي اکرام الله کاکړ سره د ملاقات په مهال كړي۔ هغه اکرام الله ته هركلے ووئيلو ۔ په دې موقع اکرام الله ووئیل تېر ځل مې تاسو سره لوظ كړې ؤ كوم چې ما پوره كړو او نن ستاسو سره ملاقات له راغلے يم۔ وزيراعظم اکرام الله ته وریاد کړه چې په تېر ملاقات كښې دې تور رنګ جامي اچولې وي۔ هغه ووئیل ما ته ياد دي چې په هغه ورځ ډېر لمر ؤ او تاسو ووئيل زمونږ په سیمه کښې سكول نشته، ماشومان د زده کړو لپاره لرې ځایونو ته ځي۔ زه د تعليم لوئ شوق لرم۔ وزيراعظم ووئیل بیا ما اکرام الله لارنس کالج ته راوستلو۔ ده ووئيل تيره ورځ چې ما دا خبر ولوستلو چې تا درېم پوزيشن ترلاسه كړې، ډېر خوشحاله شوم۔ اکرام الله د وزيراعظم مننه وکړه۔وزيراعظم محمد شهباز شریف ووئیل ستا د استاذانو او مور و پلار دعاګانو او ستا سخت محنت رنګ راوړی۔ ده ووئيل دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده او موږ باید د الله تعالی شکر ادا کړو۔ زده کوونکي اکرام الله د وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل خلک په سیاست کښې د هر چا لپاره یو څه کوي، خو ستاسو دا رويه د سياست څخه جلا ده۔ تاسو د یوې ډېرې بے وزله سیمې څخه یو ماشوم راوستلو او د لارنس کالج د زده کړو موقع دې وركړه۔ ده ووئيل تاسو ماته په هېواد کښې د زده کړو تر ټولو اداره كښې د لوستلو موقع راکړه۔ ده ووئيل زمونږ په کالج کښې ټاپ تهري سټوډنټس سکالرشېپ ترلاسه کوي، خو ما پرېکړه وکړه چې ډبل سکالرشپ ترلاسه کړم۔ زه دې څخه وړاندې هم په سکالرشپ وم او الحمدالله، ما سخت محنت وکړو او دا سکالرشپ مې ترلاسه کړو۔ده ووئيل زما كاميابي ستاسو په مرسته ده۔وزيراعظم محمد شهباز شریف د زده کوونکي سره په خبرو کښې ووئیل دا ټول د الله تعالی فضل دی، هغه انسانانو له وسیله جوړوي۔ الله تعالی ماته هم دغه توفیق راکړو او ستا لپاره ئې وسیله وګرځولم۔ هغه ووئیل نن ته په یوه غوره اداره کښې زده کړې کوې چې دا د الله تعالی فضل دی۔ تا ډېر محنت كړې، دې کالج ډېر لوی نومونه پیدا کړي دي۔ اکرام الله ووئیل د هېواد په ما لوئ قرض دے او زه به نور هم ډير محنت كوم او د خپل توان څخه به زیات د خپل هېواد او قوم خدمت وکړم۔ کله چې وزيراعظم د اکرام الله څخه د سباؤن په اړه پوښتنه وکړه، اکرام الله ووئیل زه غواړم چې سي اېس اېس وکړم او په انټرمیډیټ کښې هم به مخنت وکړم ترڅو چې بهرنی سکالرشپ ترلاسه نه کړم، ځکه چې زه له ماشومتوبه اکسفورډ ته د تللو شوق لرم۔ انشاالله، زه به د خپل هېواد او ولس نوم روښانه كوم۔د وزيراعظم په پوښتنه اکرام الله ووئیل زه د ه لوبو سره سره په تقرري سيالو کښې هم برخه اخلم۔په دې موقع وزيراعظم محمد شهباز شریف زده کوونکي اکرام الله خصوصي ډالۍ وړاندې كولو سره ووئيل دا ډالۍ به په سباؤن كښې ستا په زده کړو او عملي ژوند كښې هم په كار راشي۔ د یادوني وړ ده چې د بلوچستان څخه راغلی زده کوونکی اکرام الله کاکړ د وزيراعظم محمد شهباز شریف لخوا د ورکړل شوي سکالرشپ د لارې په لارنس کالج کښې زده کړې کوي او هغه د مټرك په امتحان كښې د راولپنډۍ بورډ کښې دریم پوزېشن ترلاسه کړی دی، په دې وزيراعظم هغه ملاقات لپاره رابللې ؤ۔ په دې مهال د اطلاعاتو او نشراتو وفاقي وزیر عطاالله تارړ، د اکرام الله مور و پلار او استاذان هم موجود وو۔

مزید خبریں