اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)په بلوچستان کښې د سپیزند سټېشن سره نزدې د رېل په پټلۍ د لاسي بمي چاودنې له امله د کوئټې څخه پېښور تلونكې 39 اپ جعفر ایکسپریس پنځه ډبے د پټلۍ څخه وتللي دي، خو ټول مسافر محفوظ دي۔ د رېلوے او امنیتي ادارو ډلي د پېښې ځائې ته رسيدلو سره د مرستې عملیات پیل کړي دي۔د اتوار په ورځ د رېلوے وزارت لخوا …
په بلوچستان کښې د سپیزند سټېشن سره نزدې د رېل په پټلۍ چاودنه٬د جعفر ایکسپریس پنځه ډبے د پټلۍ څخه وتللي،ټول مسافر محفوظ دي
اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)په بلوچستان کښې د سپیزند سټېشن سره نزدې د رېل په پټلۍ د لاسي بمي چاودنې له امله د کوئټې څخه پېښور تلونكې 39 اپ جعفر ایکسپریس پنځه ډبے د پټلۍ څخه وتللي دي، خو ټول مسافر محفوظ دي۔ د رېلوے او امنیتي ادارو ډلي د پېښې ځائې ته رسيدلو سره د مرستې عملیات پیل کړي دي۔د اتوار په ورځ د رېلوے وزارت لخوا جارې شوې اعلامیې له مخې د امنیتي صورتحال له امله د رېلوے اداره به مسافر بېرته کوئټې ته راولي۔ د امنیتي كليئرنس ترلاسه كيدو نه پس د کوئټې څخه د رېل آپرېشن بیا پیل شي۔ د رېلوے وزیر محمد حنیف عباسي وئیلي د ترهګرو ناوړه كاروائي زمونږ عزم كمزورې كولې نشي۔












