د پاکستان د 79مې آزادۍ ورځې لپاره نوي ملي نغمه “کله چې خاورې غږ وكړو، مونږ بيا سوچ ونکړو” پرومو جاري شوه

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د پاکستان د 79مې آزادۍ ورځې په مناسبت، د نوي ملي نغمه "جب سرزمیں نے پکارا، سوچا نه هم نے دوبارہ" (کله چې خاورې وغوښتل، مونږ بيا سوچ ونکړو) پرومو جاري شوې۔ په دې نغمه کښې د هېواد سره د مینې د ښکلی احساس څرګند شوی دی۔ دا یوازې یوه نغمه نه ده، بلکه د قومي احساس او د یووالي یو بشپړه عكاسي …

اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د پاکستان د 79مې آزادۍ ورځې په مناسبت، د نوي ملي نغمه “جب سرزمیں نے پکارا، سوچا نه هم نے دوبارہ” (کله چې خاورې وغوښتل، مونږ بيا سوچ ونکړو) پرومو جاري شوې۔ په دې نغمه کښې د هېواد سره د مینې د ښکلی احساس څرګند شوی دی۔ دا یوازې یوه نغمه نه ده، بلکه د قومي احساس او د یووالي یو بشپړه عكاسي ده ۔د مركه حق په مهال رامخې ته شوي قومي احساس په دې نغمه كښې روښانه شوی دی۔ دا خبره دې ياده وي چې دغه نغمه به د آزادۍ ورځ او مركه حق 2025 په مرکزي دستورو كښې وړاندې كولې شي، چې په کښې د عزم ، قربانۍ او سرلوړۍ واضحه پیغام شامل دی۔په دې ملي نغمه كښې د علي عظمت، عمیر جسوال او عاصم اظهر په زړه پورې غږونو کښې د یووالي پیغام ورکړې شوی دی۔ په دې کښې د قومي یووالي او اتحاد پیغام په هره جمله کښې په ښکاره ډول لیدلې کیږي، او د پاکستان د سرلوړۍ او وقار عزم په ښکلې موسیقۍ کښې وړاندې شوی دی۔