اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)پاكستان د ايران صدر اوسنۍ دورې هركلے كوي چې پكښې پاكستان او ايران شريكو اړيكو ته پراختيا وركولو٬ د سيمه ايز امن ودې او د فلسطيني او كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې د عزم تجديد كړے۔د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند سفير شفقت علي خان د ايران صدر ډاكټر مسعود پزيشكيان د …
پاكستان د ايران صدر د دورې هركلے كوي٬د پاكستان او ايران شريكو اړيكو ته پراختيا وركول٬ د سيمه ايز امن ودې او فلسطيني او كشميري اولس سره د يووالي د عزم تجديد شوے ۔د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي)پاكستان د ايران صدر اوسنۍ دورې هركلے كوي چې پكښې پاكستان او ايران شريكو اړيكو ته پراختيا وركولو٬ د سيمه ايز امن ودې او د فلسطيني او كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې د عزم تجديد كړے۔د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند سفير شفقت علي خان د ايران صدر ډاكټر مسعود پزيشكيان د 2 نه تر 3 اګست د پاكستان سركاري دوره خوشبينه وګرځوله ٬ ده ووئېل دا دوره د منطقې لپاره په يو مهم وخت شوې چې پكښې د ايران صدر سره خارجه وزير سيد عباس عراقچي او نورو اعلٰ وزيران هم شامل وو۔وياند ووئېل د دورې په مهال ډاكټر مسعود پزیشکیان صدر مملكت آصف علي زرداري٬وزيراعظم محمد شهباز شريف او نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره ملاقاتونه وكړل ۔صدر مملكت آصف علي زرداري په ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه مذهبي٬كلتوري او په شريك احترام اډانه د ورورولۍ اړيكو په اهميت زور راوړو ۔ده د ايران په ضد د بلا اشتعال اسرائيلي جارحيت په سختۍ سره غندنه وكړه او اوسني 12 ورځنې جنګ په مهال د ايران قام د يو والي او بهادرۍ ستائنه يې وكړه ۔ده هيله څرګند كړه چې دا دوره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي كړي٬وياند ووئيل د ايران صدر ډاكټر مسعود پزيشكيان د جنګ په مهال د پاكستان په مستقل مرسته مننه وكړه او د شخړو پرامن حل لپاره يې د پاكستان د سفارتي هڅو هم ستائنه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف سره په خبرو كښې دواړو لارښودو د يووالي څرګندونه وكړه او د شريك تجارت حجم موجوده 3 ارب ډالره نه تر 10 ماركيټس فعاله جوړولو پشان په مهمو اقداماتو يې غور وكړو ۔په دې لړ كښې بار ټريډ زياتولو٬وريژې٬ميوې او د غوښې برآمدات كښې اضافه او بارډر ماركيټس فعاله جوړولو پشان مهمو اقداماتو باندې غور وشوو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار هم صدر ډاكټر مسعود پزيشكيان سره ملاقات كړے او خپل ايراني هم څنګ سره يې هم په دوه اړخيزه چارو ابتدائي خبرې اكړي۔وياند ووئېل غزه لپاره د پاكستان مرستې لړۍ روانه ده٬پاكستان د غزه اولس ته بشري مرسته وركوي٬د اګست په 3مه نيټه د سينيټر اسحاق ډار غزه لپاره د پاكستان 17م د مرستې كهيپ روان كړے شوے چې پكښې 100 ټن خوراك پشمول خشك پيئ٬خوراك او طبي سامان شامل دے٬ نن ورځ 18م د مرستې كهيپ لېږلے شوے چې پكښې خشك راشن٬خوراك او داروګان هم شامل دي۔دغسې پاكستان غزه ته ټول 18 كهيپونو كښې 1815 ټن د مرستې سامان رسولے دے كوم چې فلسطيني اولس سره د پاكستان د بشپړ ملاتړ څرګندونه ده۔په دې موقع سينيټر اسحاق ډار سمدستي جنګ بندۍ٬ د وګړو تحفظ او 1967 څخه وړاندې په پولو اډانه د سياسي حل د دريځ هم پخلے وكړو۔يوكرين په شخړه كښې د پاكستانو وګړو د ككړتيا ادعا رد كولو سره وياند د پاكستان وګړو د ملوث كېدو “بې بنسټه”ادعاګانې په سختۍ سره رد كړي۔ده ووئيل د كوم تصديق شوے ثبوت نه دې وړاندې كړے شوے او نه د يوكرين لخوا پاكستان سره په رسمي توګه رابطه شوی۔ده ووئيل په دې معامله به د يوكرين څخه وضاحت غوښتلے شي۔په مسجد اقصٰی د اسرائيلو د بريد غندنه كولو سره وياند د اسرائيلي آبادكارو پشمول اعلٰی عهديدار او او كنيسټ غړو مسجد اقصٰی بريد په سختو ټكو غندنه وكړه۔ده ووئيل دا اشتعال انګريز د مذهبي جذباتو راپارولو او منطقې غېر مستحكم كولو هڅه ده۔ده د ملګرو ملتونو او نړيوالې ادارې څخه سمدستي اقدام خواست وكړو۔وياند ووئيل پاكستان د استحصال ورځ په موقع د كشمير هلو ځلو سره د يووالي څرګندونه وكړه ۔وياند 5 اګست 2019 د هند يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات 6مه سالګره په موقع د استحصال ورځې لمانځلو حواله وركړه ۔سينيټر اسحاق ډار د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل٬جنرل اسمبلۍ صدر٬بشري حقوق هائي كمشنر او او آئي سي سېكرټري جنرل ته خط ليكلو سره په مقبوضه كشمير كښې بشري حقونو صورتحال پام راګرځولے او د ملګرو ملتونو په قراردادونو د عملدرآمد غوښتنه وكړه۔په دې موقع اسلام آباد كښې د سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې د خارجه وزارت عملې٬سول سوسائټۍ او وګړو ديو والي واك هم شوے









