د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاك-ترکيه د دوه اړخيزه اړيكو ودې په اړه د كمېټۍ غونډه

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د په متفقه تجويزونو او منصوبو عملدرامد ګړندي كولو په ضرورت زور راٶړولو سره ترکيه سره د ورورولۍ قوي كولو او د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه ګڼ اړخيزه مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د حكومتي عزم تجديد وكړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار د په متفقه تجويزونو او منصوبو عملدرامد ګړندي كولو په ضرورت زور راٶړولو سره ترکيه سره د ورورولۍ قوي كولو او د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه ګڼ اړخيزه مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د حكومتي عزم تجديد وكړو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاك-ترکيه د دوه اړخيزه اړيكو ودې په اړه د كمېټۍ غونډه وشوه ٬ كمېټۍ د معيشت، تجارت، صنعت، تعليم، صحت، توان، دفاع، انفراسټرکچر او د رابطو پشمول د دوه اړخيزه مرستې په بېلا بېلو څانګو كښې د شوې پېشرفت نه خبر كړې شوه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير په متفقه تجويزونو او منصوبو د عملدرامد ګړندي كولو په ضرورت زور راوړو۔ ده ترکيه سره د ورورولۍ رشته قوي كولو او د دواړو هېوادونو په شريكه ګټه ګڼ اړخيزه مرسته مخ په وړاندې بوتللو لپاره د حكومتي عزم تجديد وكړو۔ په غونډه كښې خارجه سيکرټري، د اقتصادي چارو ډويژن، د صحت، آبي وسائلو، پټروليم، پاور ډويژن سيکرټريز او د اړوندو څانګو لوړ پورو ګډون وكړو۔