وزيراعظم شهباز شريف سره بلاول بھټو زرداري وليدل٬ د کزن ميا شاهد شفيع په مړينه د غم رازۍ څرګندونه

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ليدلي او وزيراعظم سره يې د هغه د كزن زوي ميا شاهد شفيع په مړينه د غمرازۍ څرګنندونه وكړه٬ په دې موقع د ارواښاد لوړو درجو لپاره لاس نيوه او غمژَنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سره د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ليدلي او وزيراعظم سره يې د هغه د كزن زوي ميا شاهد شفيع په مړينه د غمرازۍ څرګنندونه وكړه٬ په دې موقع د ارواښاد لوړو درجو لپاره لاس نيوه او غمژَنې كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وشوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې بلاول بھټو زرداري د ارواښاد مشر ورور جاوېد شفيع سره هم د ټېلي فوني تماس د لارې غمرازي وكړه۔ په دې موقع سينيټر شيري رحمان او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري هم بلاول بھټو زرداري سره وه۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم اسحاق ډار، وفاقي وزير عطاء تارړ، رانا مبشر اقبال، رانا ثناء الله، ملك رشيد احمد صديقي ٬عبدالرحمان کانجو، سائره افضل تارړ، د پنجاب سپيکر ملك احمد خان او د وزيراعظم خاص مرستيال طلحه برکي هم موجود وٶ۔