اسلام آباد۔8اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد ، آزاد جمو و کشمیر او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې سره د اړوندې تګلارې زر تر زره د وضعه كولو او په ګرد هېواد كښې د سېلګرۍ په ځايونو كښې د نوو ودانيو او د انفراسټركچر جوړولو كښې د موسمياتي بدلونونه تر نظره ساتلو هدايت كولو سره وئيلي دي د سېلګرۍ ودې سره اړوندې د عمل وړ او …
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې سيلګرۍ ته د ودې وركولو په اړه غونډه ٬ د سيل په ځايونو كښې نوو ودانيو او د انفراسټركچر جوړولو كښې د موسمياتي بدلونونو تر نظره ساتلو هدايت
اسلام آباد۔8اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په اسلام آباد ، آزاد جمو و کشمیر او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې سره د اړوندې تګلارې زر تر زره د وضعه كولو او په ګرد هېواد كښې د سېلګرۍ په ځايونو كښې د نوو ودانيو او د انفراسټركچر جوړولو كښې د موسمياتي بدلونونه تر نظره ساتلو هدايت كولو سره وئيلي دي د سېلګرۍ ودې سره اړوندې د عمل وړ او زر تر زره بشپړېدونكې منصوبې دې مرتب كړې شي٬ وزیراعظم د نېشنل ټوارزم کوآرډی نېشن بورډ فعال كولو په اړه بريفنګ هم وغوښتلو۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې سېلګرۍ ته د ودې وركولو په اړه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې ګډون كوونكو سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې سېلګري بلها استعداد لري ، پاك پروردګار پاكستان ته بلها قدرتي وسائل او ځانګړې ښكلا وركړې ده٬ د واورې ډك غرونه ٬ ځنګلونه ٬ دريابونه ٬ صحرائي سيمې او ساحلونه او داسې نور قدرتي وسائل د كومو له امله چې زمونږ هېواد په نړۍ كښې يو ځانګړے او مهم مقام لري۔ پاكستان د نړۍ تر ټولو پخوانے تهذيب لري۔ وزیراعظم په اسلام آباد ، آزاد جمو و کشمیر او ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې سره د اړوندې تګلارې زر تر زره وضعه كولو او د سېلګرۍ ودې له د عمل وړ او زر تر زره بشپړېدونكې منصوبې مرتب كولو هدايت وكړو۔ ده زياته كړه چې په آزاد جمو وكشمري او ګلګت بلتستان كښې دې د سېلګرو آسانيو له د غوره معيار هوټلونو ٬ ریزارټس، تفریحی ځايونه او نورې آسانۍ باوري كولو له تګلاره جوړه كړې شي۔ دوئي هدايت وكړو چې په ګرد هېواد كښې دې د سېلګرۍ په ځايونو كښې نوو ودانيو او د انفراسټركچر جوړولو كښې د موسمياتي بدلونونه تر نظره وساتلې شي۔ وزيراعظم د نېشنل ټوارزم کوآرډینېشن بورډ فعال كولو په اړه بريفنګ هم وغوښتلو۔ غونډې ته سېلګرۍ لپاره د وزيراعظم كوآرډينېټر سردار یاسر الیاس لخوا سيلګرۍ ته د ودې وركولو په اړه بريفنګ هم وركړے شو۔ غونډې ته ووئيل شول په هېواد كښې د سېلګرو شمېرې زياتولو ، سېلګري د جي ډي پي يوه مهمه برخه جوړولو او د سېلګرۍ حوالې سره د 20 نوو ځايونو آبادولو په اړوندو هدفونو كار پېل كېدے شي۔ د مذهبی او میډیکل ټورازم استعداد څخه ګټه پورته كولو له تګلاره جوړولې شي۔ غونډې ته ووئيل شول ډېر زر به په اسلام آباد كښې نېشنل ټوارزم اېکسپو اېنډ انوېسټمنټ کنفرنس وكړے شي۔ په دې وروستيو كښې په ملتان كښی د نواز شريف زرعي پوهنتون په مرسته مېنګو فېسټول ، 2025 وكړے شو۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه ، د آئي ټي وفاقي وزيره شزه فاطمه ، د رېلوے وفاقي وزير حنیف عباسي ، د قامي ورثې او كلتور وفاقي وزیر اورنګزېب کھچی، د بېن الصوبائي رابطې سلاحكار رانا ثناﺀ ٬ د وزیراعظم سلاكار ډاكټر توقیر شاه ، د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کیانی او نورو اړوندو سركاري چارواكو ګډون وكړو۔









