اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) پاكستان به په اكتوبر كښې د ټرانسپورټ د ريجنل وزيرانو د دوه ورځنۍ كنفرنس تابيا كوي چې پكښې د 27 هېوادونو د ټرانسپورټ وزيران٬ سفيران او د نړيوالو ادارو نمائندګان رابللې كېږي٬ په دې لړ كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډې وشوه چې پكښې د ټرانسپورټ د ريجنل وزيرانو كنفرنس تابيا كولو په اړه مهمې …
د وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې غونډه٬ د ټرانسپورټ د ريجنل وزيرانو كنفرنس په اړه مهمې پرېكړې
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) پاكستان به په اكتوبر كښې د ټرانسپورټ د ريجنل وزيرانو د دوه ورځنۍ كنفرنس تابيا كوي چې پكښې د 27 هېوادونو د ټرانسپورټ وزيران٬ سفيران او د نړيوالو ادارو نمائندګان رابللې كېږي٬ په دې لړ كښې د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډې وشوه چې پكښې د ټرانسپورټ د ريجنل وزيرانو كنفرنس تابيا كولو په اړه مهمې پرېكړې وشوې٬ دا كنفرنس به په 23 او 24 اكتوبر په اسلام آباد كښې كېږي چې مقصد يې په منطقه كښې سيمه ايزه مرسته، شريكو رابطو او د مواصلات ذريعي بهترۍ ته وده وركول دي۔ دې كنفرنس لپاره افغانستان، آذربائيجان، بحرين، بنګله ديش، بيلاروس، چين، ايران، قازقستان، كرغزستان، مالديپ، ماليزيا، نيپال، عمان، قطر، روسيه، سعودي عرب، سري لنكا، تاجكستان، تركيه، تركمانستان، يو اے اي، ازبكستان، مصر، انډونيزيا، مراكش او كينيا رابللے كېږي٬ د دې نه علاوه ورلډ بينك، ايشين ډويلپمنټ بينك، د روغتيا نړيواله اداره، انټرنيشنل روډ آرګنائزيشن (آئي آر او) او د نورو نړيوالو ادارو مشران او نمائندګان هم په دې كنفرنس كښې ګډون لپاره رابللے كېږي۔









