سیکورټي فورسز د بلوچستان په ضلع ژوب كښې 33 د هند مرسته لرونكې خوارج ووژل

پينډۍ 08 اګست (اے پي پي) سیکورټی فورسز د بلوچستان په ضلع ژوب كښې 33 د هند مرسته لرونكې خوارج وژلې دي۔د جمعې په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري بيان له مخې سیکورټی فورسز د بلوچستان ژوب ضلع په سمبازه سيمه كښې د 8 اګست نيمه شپه د هند پراکسی فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو خوارجو د يوې ډلي د تګ راتګ معلومات ترلاسه كړل چې …

پينډۍ 08 اګست (اے پي پي) سیکورټی فورسز د بلوچستان په ضلع ژوب كښې 33 د هند مرسته لرونكې خوارج وژلې دي۔د جمعې په ورځ د آئی اېس پی آر د اړخه جاري بيان له مخې سیکورټی فورسز د بلوچستان ژوب ضلع په سمبازه سيمه كښې د 8 اګست نيمه شپه د هند پراکسی فتنه الخوارج سره تعلق لرونكو خوارجو د يوې ډلي د تګ راتګ معلومات ترلاسه كړل چې په پاك۔افغان پوله د دراندازۍ هڅه كوي، پاك پوځ په مړانه او ښه ډول د هغوي د دراندازۍ هڅه شنډه كړه او 33 د هند مرسته لرونكې خوارج ئې ووژل ،وژلے شوو ترهه ګرو څخه وسله ، ګوله بارود او بارودي توكي هم ترلاسه شوي۔سيمه كښې د نورو خوارجو ختمولو لپاره سینی ټائزیشن عمليات روان دي۔د پاکستان سیکورټی فورسز د هېواد د پولو دفاع او هېواد څخه د هند مرستياله ترهه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔