د هند ميډيا كله هم ريښتيا نه وائي ٬ قام٬ پارليمان ٬ پاك پوځ او ميډيا د هندي جارحيت خله ماتې ځواب وركړے٬ فيك نيوز او مس انفارميشن په نړيواله كچه مهم چيلنجونه دي: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د آپرېشن بنیان مرصوص په حقله د پارليمان كردار ستائېلو سره وئيلي دي دلته څخه دښمن ته ښكاره پېغام وركړے شوے چې د پاكستان پارليمان پاك پوځ سره ولاړ دے٬ اپوزېشن او حكومتي غړو د پاكستان بيانيه په فعاله ډول وړاندې كړه ٬ ټول قام٬ پارليمان ٬ پاك پوځ او ميډيا د هندي جارحيت خله ماتې ځواب …

اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د آپرېشن بنیان مرصوص په حقله د پارليمان كردار ستائېلو سره وئيلي دي دلته څخه دښمن ته ښكاره پېغام وركړے شوے چې د پاكستان پارليمان پاك پوځ سره ولاړ دے٬ اپوزېشن او حكومتي غړو د پاكستان بيانيه په فعاله ډول وړاندې كړه ٬ ټول قام٬ پارليمان ٬ پاك پوځ او ميډيا د هندي جارحيت خله ماتې ځواب وركړو٬ د هند ميډيا ريښتيا نه وائي ٬ فيك نيوز او مس انفارميشن په نړيواله كچه مهم چيلنجونه دي٬ د آرټیفیشل انټېلی جنس راتللو سره دا معامله لا پېچلې شوې۔ د اطلاعات وزارت ادارې پي ټي وي ٬ پي بي سي ٬ اے پي پي ٬ پي آئي ډي د ډس انفامرېشن كاؤنټر كولو مېكنزم لري۔ د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د قامي اسمبلۍ غړې شرميلا فاروقي د ضمني پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د آپرېشن بنیان مرصوص متعلق د دې ايوان كردار د ستائنې وړ دے٬ په تاريخ كښې به دا ضرور ليكلے شي چې دلته څخه سياسي ګوندونو يو شريك او بشپړ ځواب وركړے۔ دلته څخه دښمن ته ښكاره پېغام وركړے شوے چې د پاكستان پارليمان پاك پوځ سره ولاړ دے ٬ بلكه اپوزيشن او حكومتي غړو په ټي وي چېنلز د پاكستان بيانيه په فعاله توګه وړاندې كړې۔ ده ووئېل بلاول بھټو زرداري په نړيواله ميډيا د پاكستان نمائندګي وكړه او د بيانيې په محاذ يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ وفاقي وزير ووئيل د مس انفارمېشن په اړه د هر يو هېواد كمپائن چليږي ، د مصنوعي زېركتيا راتللو سره دا معامله لا پېچلې شوې ده۔ تر كومې چې آرټیفیشل انټېلی جنس زياته وده كړې نه وه د مس انفارمېشن معامله دومره پېچلې نه وه۔ ده ووئيل درنو غړو ته مې په9 پاڼو مشتمل ځواب وركړے ۔ وفاقي وزير ووئيل په ورلډ اکنامک فورم كښې نړيوالو لارښودو هم مس انفارمېشن د دغه وخت لويې چېلنج وګرځولو۔ د مس انفارمېشں په حواله د اطلاعات وزارت د فېکټ چېکر په نامه ټویټر هېنډل جوړ كړے٬ مونږ د وزارت د كال 1970ء په رولز كښې بدلون كولو سره د پاكستان اولنے ډیجیټل کمیونېکېشن ډیپارټمنټ جوړ كړو٬ په دې ډیپارټمنټ كښې عصري سافټ ويئر كارولے شي٬ ده ووئېل د ريسرچ د لارې فېك مواد په ګوته كولې شي ٬ دا قدم كافي نه دے ٬ د دې عمل لا مخ په وړاندې بوتللو له قامي يووالي ته اړتيا ده۔ وفاقی وزیر ووئيل پي ټي وي ٬ پي بي سي ٬ اے پي پي ٬ پي آئي ډي كښې ډس انفارمېشن كاؤنټر كولو له مېكنزم موجود دے۔ په دې وروستو كښې د پی ټي وي ورلډ انګلش د لارې مونږ په باقاعده توګه د فېك نيوز بسټر په نامه پروګرام پېل كړے كوم چې د هند پروپېګنډه په ډاګه كړه۔ وفاقی وزیر ووئيل په ډومېسټک او انټرنېشنل فرنټ د چېلنجونو مخنيوي لپاره پلېټ فارمز كښې آئي ټي وزارت ٬ د اطلاعات وزارت او د قانون وزارت هم خپل كردار لري٬ په دې اړه د ايوان كمېټي جوړه كرې شوې ٬ د مخالفې ډلې غړي دې هم مونږ سره كښېني ٬ كه د ايوان كمېټي ښه وړاندېزونه راكړي نو د دې كرېډټ به ايوان ته لاړ شي۔ په دې د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا معامله دې د اطلاعات كمېټۍ كښې پورته كړې شي