ځوانان دې د وخت په اهميت پوهه شي٬ متحد دې اوسي او په ډيجيټل دور كښې د خپرېدونكو ناسمه معلوماتو څخه دې ځان بېدار ساتئ۔ وفاقي وزير احسن اقبال

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ځوانانو زور راوړے دے چې ځوانان دې د وخت په اهميت پوهه شي٬ متحد دې اوسي او په ډيجيټل دور كښې خپرېدونكو ناسمه معلوماتو څخه دې ځان بېدار ساتي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير ووئيل وخت د ژوند قېمتي اثاثه ده٬ كاميابي د سوشل ميډيا په رجحانات نه بلكې خپل مقصد ترلاسه …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ځوانانو زور راوړے دے چې ځوانان دې د وخت په اهميت پوهه شي٬ متحد دې اوسي او په ډيجيټل دور كښې خپرېدونكو ناسمه معلوماتو څخه دې ځان بېدار ساتي۔ د جمعې په ورځ وفاقي وزير ووئيل وخت د ژوند قېمتي اثاثه ده٬ كاميابي د سوشل ميډيا په رجحانات نه بلكې خپل مقصد ترلاسه كولو لپاره محنت او مستقل مزاجۍ څخه په كار كولو ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل څوك چې د وخت قدر كوي هم ھغوي كاميابېږي، څوك چې خپل وخت په زړه پورې هلو ځلو كښې تېروي ھغوي عظمت ته رسي۔ ده د نا سمه اطلاعات خطرې په ګوته كولو سره د قرآن پاك د يو اصول حواله وركړه كومه چې په موجوده دور كښې لا مهمه شوې ٬ ” كه څوك تاسو له خبر راوړي نو تحقيق وكړئ٬ چرته داسې ونه شي چې بيا وروستو پښمانه شئ”۔ احسن اقبال په سوشل ميډيا خپرېدونكي ګمراه كونكو بيانونو غندنه وكړه چې پكښې د 6 مئي نه وړاندې د پاکستان د اتحاد، د وسله والو ځواكونو او د عسكري قيادت په اړه شکوک او شبهات پېدا كړے شوي وو۔ ده ووئيل د 9 مئي پېښو په نړيواله توګه واضحه كړه چې پاكستان يو قوي او متحد قام دے چې وسله وال ځواكونه يې بهادر او قيادت پُرعزم دے۔ ده دا پېښې د “تاثر سازۍ يو مثالي مثال” ګرځولو سره په ځوانانو زور راوړو چې ھغوي په دروغو او رښتيا كښې فرق كولو سره ځان كښې صلاحيت راپېدا كړي خو د ډيجيټل درغلۍ څخه ځان محفوظ اوساتي۔