اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم په خاص امر غزه لپاره د مرستې د سامان اتلسم كهېپ د جمعې په ورځ ولېړلے شو٬ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ له مخې غزه لپاره د مرستې سامان رسولو په لړ كښې د دوو خاص پروازونو د لارې دا سامان لېږلے شوے۔ د اسلام آباد په انټرنېشنل ائيرپورټ د مرستې 100 ټنه سامان اتلسم كهېپ د خاص پرواز …
فلسطين ته نور سل ټنه د مرستې سامان ولېږلے شو٬ تر اوسه 1815 ټنه سامان فلسطين ته استولے شوے دے۔ اين ډي ايم اے
اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم په خاص امر غزه لپاره د مرستې د سامان اتلسم كهېپ د جمعې په ورځ ولېړلے شو٬ د اېن ډي اېم اے ميډيا ونګ له مخې غزه لپاره د مرستې سامان رسولو په لړ كښې د دوو خاص پروازونو د لارې دا سامان لېږلے شوے۔ د اسلام آباد په انټرنېشنل ائيرپورټ د مرستې 100 ټنه سامان اتلسم كهېپ د خاص پرواز د لارې د جمعې په ورځ لېږلے شوے او د دغې نه وړاندې د مرستې سل ټنه سامان 17م كهېپ په 7م اګست لېږلے شوے ٶ٬ د جمعې په ورځ په لېږلې شوې سامان كښې راشن بيګز، تيار خوراك او داروګان شامل دي۔ د يادونې وړ ده د اتلسم مرستې كهېپ سره په مجموعي 1815 ټنه سامان فلسطين ته استولے شوے دے۔ د جمعې په ورځ په اسلام آباد انټر نيشنل ايئر پورټ د مرستې سامان لېږلو په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطا تارړ د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو او د دې نه علاوه په دستوره كښې د فلسطين سفير پشمول لوړ پورو او د اېن ډي اېم اے اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزېر په دې موقع د مرستې سامان لېږل باوري كولو په ره د اېن ډي اېم اے او نورو فلاحي ادارو د هلو ځلو ستائنه كولو سره د دوي مننه هم وكړه۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې پاکستان به په دې سخت وخت كښې د فلسطين وګرو سره ولاړ وي او د دوي ضرورتونه ترسره كولو لپاره به هر ډول ممكن هڅې كوي۔









