د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې غونډه ، د برآمدي هدف په سر كولو د آئي ټي وزارت ته پيرزوئنې ، د راروان كال اهداف ، اقدامات په اړه د تګلاري وړاندې كولو سپارښتنه

اسلام آباد 08 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د انفارمېشن ټیکنالوجی وزارت د اړخه د برآمدات د تير كال هدف 3.8 اربه ډالره سر كول ستائېلو سره د راروان كال اهداف او اقدامات په اړه د كوټلي تګلاري وړاندې كولو سپارښتنه كړې ده ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د این آئي ټی بي …

اسلام آباد 08 اګست (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف د انفارمېشن ټیکنالوجی وزارت د اړخه د برآمدات د تير كال هدف 3.8 اربه ډالره سر كول ستائېلو سره د راروان كال اهداف او اقدامات په اړه د كوټلي تګلاري وړاندې كولو سپارښتنه كړې ده ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د این آئي ټی بي او انفارمیشن ټیکنالوجی وزارت اقدامات په اړه غونډه د جمعې په ورځ وشوه۔په غونډه كښې وفاقی وزيرانو احد خان چیمه، شزه فاطمه خواجه، وزیراعظم صلاحكار مشرف زیدی او اړژندو چارواكو ګډون وكړو۔وزیراعظم غونډي ته ووئيل حکومت د ډیجیټائزیشن سره د معیشت پرمختګ او د جديدو تقاضو له مخې معيشت روانولو لپاره په ترجیحی بنیادونو اقدامات كوي،آئی ټی برآمدات تر 30 اربه ډالره رسولو لپاره ټول ډیجیټل ایکو سسټم او د هغې انفراسټرکچر معارفي كړے كيږي۔ده سپارښتنه وكړه چې د این آئي ټي بي بنیادی ډھانچې بيا د سره جوړولو او مارکیټ څخه د ښه افرادي قوت خدمات دې ترلاسه كړے شي۔ده د ځوانانو او په خاص توګه ميرمنو په آئی ټي څانګه كښې د روزګار په اړه خپلواكۍ لپاره د سینټرو جوړول نېك مرغه وګرځول۔ وزیراعظم ووئيل د ای۔آفس اطلاق سره په سرکاري دفترو كښې پیپر لیس ګورننس په سوب د وخت او وسائلو دواړو بچت كيږي،ډیجیټل یوتھ هب سره ګڼ شمير ځوانانو ته په عزت سره روزګار ترلاسه كيږي،ځوانانو له د انفارمیشن ټیکنالوجی په څانګه كښې په تعلیم و هنر وركولو د هغوي په نړيواله كچه د مسابقت استعداد پور كيږي۔غونډي ته د این آئي ټي بي تنظیم نو په اړه پیش رفت او د انفارمیشن ټیکنالوجی وزارت اقدامات په اړه بریفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول په مالی كال 2025 كښې د وزارت اقدامات په سوب د پاکستان د آئی ټي څانګي برآمدات 19 فیصده نمو سره د 3.8 اربه ډالر هدف کسر كړے دغسې هېواد كښې د فری لانسرز شميره كښې 91 فیصده اضافه راغلې۔غونډي ته ووئيل شول د نېشنل انکیوبیشن سینټر ترمخه 386 نوي اسټارټ۔اَپس له معاونت وركرے شوے، 14 په نړيواله كچه لېږلې شوي دغسې د هېواد 26 ښارونو كښې 40 ای۔روزګار مرکزونه جوړ شوي ،4 پاکستانی ډلي بلیك۔هیټ ایم اي اے كښې د نړۍ 50 ښو ډلو كښې شميرلې شوي دغسې د 700 ملیونه ډالره سرمایه کارۍ لوظنامې او د مفاهمتی یادداښتونه لاس ليك شوي۔غونډي ته ووئيل شول په مجموعی توګه نزدې 3 لکهه 15 زره زدكونوكو له د آئي ټي پیشه وره تربيه وركړې شوي چې پكښې ميرمنو له انفارمیشن ټیکنالوجی كښې د پرمختګ يو ډول موقعو وركولو له نزدې 1 لاکھ 15 زره ميرمني شاملي دي، نېشنل انکیوبیشن سینټر كښې د 130 ميرمنو په مشرۍ كښې جوړ اسټارټ۔اَپس له معاونت وركړے شوے دغسې ټول هېواد كښې ميرمنو لپاره خصوصي تربیتی مرکزونه هم جوړ شوي دي ۔غونډي ته ووئيل شول 2200 وفاقي سرکاري افسرانو او اهلکارو له تربیه وركړې شوي،دغسې نزدې 3 زره زدكوونكو له سائبر سکیورټی كښې تربيه وركړې شوې ۔ګورننس ښه والي له د وزیراعظم وژن له مخې د ډیجیټائزیشن په اړه بریفنګ كښې ووئيل شول پاك ایپ د لارې 6.2 اربه روپۍ ټیکس راجمع شوے، وفاقي سرکاري دفترو كښې د 98 فیصده ای۔آفس اطلاق او 51 داسې نوي سسټمز معارفي كړے شوي چې ورسره د ګورننس ښه والي له معاونت ترلاسه شوے،ټیلی کام سیکټر په اړه بریفنګ كښې ووئيل شول د وزارت اقداماتو په سوب تير كال د كروړه 5 لکهه 80 زره څخه د زياتو وګړو تر فور جي رسني هدف سر كړے شوے ،تير مالي كال كښې د ټیلی کام کنیکشنز 20 کروړه حد عبور کړے، 10 لکهه نوو انټرنیټ صارفینو سره سره د انټرنیټ استعمال كښې 24 فیصده اضافه راغلې۔غونډي ته د این آئی ټی بي په اړه ووئيل شول اداره كښې د جديدو تقاضو له مخې د نوي نظام په جوړولو كار وران دے او دغه كار په حتمی پراؤ كښې دے ، دا مهال د این آئي ټي بي 179 څخه زيات ویب سائټس، 31 څخه زيات موبائل ایپلیکیشنز، 113 څخه زيات پورټلز او 57 کنسلټنسي منصوبو باندې كار روان دے، این آئی ټي بي بيا د سره جوړولو كښې د صارف د تجربې ښه كولو ، د سباؤن بدلونونو په خاطر، جدید انفراسټرکچر جوړولو، ګورننس او د سروس ډیلیوری ښه والي ، سائبر سکیورټی، رسك مینجمنټ، تحقیق، جدت او د افرادی قوت استعداد زياتول تر نظره ساتلې شي۔وزیراعظم د ټولو اقداماتو په ټاكلې شوې موده كښې باوري كولو او د هېواد د آئی ټی برآمدات راروانو كلونو كښې 30 اربه ډالره ته رسولو لپاره په كلنه اضافه اډانه اهداف له د تګلارې وړاندې كولو امر وكړه۔