د پاکستان د اړخه غزه لپاره د انسانې مرستي 18م کھیپ ولېږلے شو

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د پاکستان د اړخه د فلسطین اولس سره د غیر متزلزل تړون ترمخه د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ اسلام آباد انټرنیشنل ایئرپورټ كښې په يوه دستوره كښې د غزه لپاره د انسانی همدردۍ په بنياد د مرستي 18م کھیپ روان كړو ۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم په سپارښتنه …

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي)د پاکستان د اړخه د فلسطین اولس سره د غیر متزلزل تړون ترمخه د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ د جمعې په ورځ اسلام آباد انټرنیشنل ایئرپورټ كښې په يوه دستوره كښې د غزه لپاره د انسانی همدردۍ په بنياد د مرستي 18م کھیپ روان كړو ۔د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم په سپارښتنه نېشنل ډیزاسټر مینجمنټ اتھارټی (این ډی اېم اے) د اړوندو شراکت دارو سره نزدې رابطه کارۍ ترمخه د مرستي کھیپ لېږلو كښې سهولت وركړے ۔لېږلے شوے امدادي سامان كښې د خشك راشن پیكټونه، د خوراك څښاك څيزونه او داروګان شامل دي۔دستوره كښې د خارجه وزارت ، این ډی ایم اے سینئر چارواكي او پاکستان كښې د فلسطین سفیر هم ګډون وكړو۔دا خبره دي ياده وي چې 1,815 ټنه مهم امدادي سامان باندې مشتمل امدادی کھیپ لېږلو سره غزه لپاره د پاکستان د اړخه د انساني همدردۍ په بنياد د لېږلے شوو کھیپونو شميره 18 ته ورسيده۔ د غزه اولس پرله پسې مرسته د پاکستان د عزم عکاسي کوي۔ حکومت د 1967 څخه وړاندې پولو تر مخه د يو خپلواكه ، د عمل وړ فلسطینی ریاست جوړولو له د خپل غیر متزلزل مرستې پخلے كوي۔