سينيټر شيري رحمان په مستونګ كښې په امنيتي ځواكونو د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر سينيټر شيري رحمان د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې په امنيتي ځواكونو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخئ شيري رحمن ووئيل امنيتي ځواكونو عمر له د جرات او قربانۍ تاريخ رقم كړے دے٬ د مېجر رضوان طاهر او د …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ نائب صدر سينيټر شيري رحمان د بلوچستان په مستونګ سيمه كښې په امنيتي ځواكونو د بريد په سختو ټكو غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د پي پي پي ميډيا سيل لخوا د جاري بيان له مخئ شيري رحمن ووئيل امنيتي ځواكونو عمر له د جرات او قربانۍ تاريخ رقم كړے دے٬ د مېجر رضوان طاهر او د نورو ځوانانو په شهادت قام وياړي ، د پاك پوځ د مېړنو تفسرانو او ځوانانو قربانۍ به عبث نه ځي٬ د ترهګرۍ د لعنت تر خاتمې به د ترهګرو په ضد جنګ روان وي۔