اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بلوچستان د ضلع مستونګ په قنزعه سيمه كښې د ترهګرو لخوا د امنتي ځواكونو د ګاډي په نښه كولو بزدلانه آئي اي ډي بريد په سختو ټكو غندلے دے٬ د افسوس وړ پېښه كښې د پاك پوځ د مېجر محمد رضوان طاهر پشمول درې ځوانان (نائيك ابن امين او نائيك يونس) شهيدان شوي دي ۔ …
د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د مستونګ چاٶدنه وغندله
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د بلوچستان د ضلع مستونګ په قنزعه سيمه كښې د ترهګرو لخوا د امنتي ځواكونو د ګاډي په نښه كولو بزدلانه آئي اي ډي بريد په سختو ټكو غندلے دے٬ د افسوس وړ پېښه كښې د پاك پوځ د مېجر محمد رضوان طاهر پشمول درې ځوانان (نائيك ابن امين او نائيك يونس) شهيدان شوي دي ۔ د سېنېټ سيکرټريټ له مخې د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره ووئيل د هېواد سلامتيا لپاره د مېړنو ځوانانو په قربانو قام وياړ لري۔ ده ووئيل د دوي قربانۍ به عبث نه ځي او خوږ هېواد د امن مركز جوړولو لپاره ټول قام يو دے۔ ده ووئيل ترهګر د هېواد امن٬ استحكام او د ترقۍ دښمنان دي ٬ د دوي خاتمه ضروري ده۔ ده د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره د حكومت د عزم پخلے وكړو۔









