مستونګ كښې د هېواد ساتدويو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو د فتنہ الهندستان منصوبې شنډې كړې۔د ريلوے وفاقی وزیر

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی د پاك پوځ د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندوني كولو سره وئيلي دي مستونګ كښې د هېواد محافظو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو سره د فتنه الهندستان منصوبې شنډي كېړې دي۔د ريلوے وزارت د اړخه د زيارت په ورځ جاري بیان كښې وفاقی وزیر ووئيل میجر رضوان طاهر او د هغه د …

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د ريلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی د پاك پوځ د شهيدانو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندوني كولو سره وئيلي دي مستونګ كښې د هېواد محافظو د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو سره د فتنه الهندستان منصوبې شنډي كېړې دي۔د ريلوے وزارت د اړخه د زيارت په ورځ جاري بیان كښې وفاقی وزیر ووئيل میجر رضوان طاهر او د هغه د ملګرو قربانۍ به عمر له ياد ساتلې شي۔ محمد حنیف عباسی ووئيل شهيدانو د دښمن ناوړه عزائم په بهادرۍ سره ناكامه كولو سره د اولس سر په وياړ هسك كړو ۔ ده ووئيل د پاك پوځ ځوانانو د فرض ترسره كولو په مهال د خپلو ځانونو قرباني وركړه ۔ وفاقی وزیر ووئيل فتنه الهندستان هره ورځ سازشونو سره د پاکستان امن خرابول غواړي خو هغوي به په دې كښې ناکامه كيږي۔ وفاقی وزیر ووئيل د هند سرپرستي لرونكې كترهه ګر پاك پوځ خپل انجام ته رسولې دي، فتنه هندوستان په ضد ټول قام د اوسپني ديوال جوړ شوے۔ وفاقي وزير محمد حنیف عباسی ووئيل انشاء اللہ د پاکستان قام به د فتنہ هندوستان هر بريد په اتحاد سره شنډوي، مستونګ كښې مېړنو سپاهانو دښمن له په زړه پوري ځواب وركولو سره د شهادت رتبه ترلاسه كړه ۔