اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان صنعتي پالیسۍ ترمخه ټیکس اصلاحات او د برآمدات ودې په اړه د ذیلی کمېټو د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د غونډې مشري د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان كوله دغسې چې د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسن افضال، فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) نمائندګانو او نورو مهم سټيك هولډرز په غونډه كښې كډون كولو۔په غونډه كښې …
د وزیراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې د ټیکس اصلاحات او برآمدات ودې په اړه د ذیلی کمېټو غونډه
اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د پاکستان صنعتي پالیسۍ ترمخه ټیکس اصلاحات او د برآمدات ودې په اړه د ذیلی کمېټو د اعلیٰ پائې غونډه وشوه۔د غونډې مشري د وزیراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان كوله دغسې چې د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسن افضال، فیډرل بورډ آف ریونیو (ایف بی آر) نمائندګانو او نورو مهم سټيك هولډرز په غونډه كښې كډون كولو۔په غونډه كښې د سرمایه كارۍ ودې او د برآمدي مسابقت ښه كولو له د تل پاتي اصلاحات تجویزونه وړاندې كړے شول۔يو مهم تجویز دا وو چې سرمایه كارو له به يو واضحه او د باور وړ روډ میپ وركولې شي كوم به چې د اصلاح شوې صنعتی پالیسۍ ترمخه وي۔ ذیلی کمېټو تجویز وركړو چې کارپوریټ انکم ټیکس د موجودہ 29 فیصد څخه درېو كلونو كښې به 26 فیصده ته راوستلې شي۔د سيمه ايز مسابقت حواله وركولو سره هارون اختر ووئيل پاکستان كښې کارپوریټ ټیکس د ویتنام په شان هېوادونو څخه زيات دے چرته چې زيات نه زيات 17 فیصد دے۔ده په دې خبره زور راوړو چې د ټيكس بار کمولو سره به کاروباري کارکردګي او مجموعي اقتصادي هلي ځلي ښې شي۔غونډي ته وينا كښې خاص مرستيال هارون اختر خان د دې عزم پخلے وكړو چې برآمدات كښې زياتوالي ته حکومت پام لرنه كوي۔ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف واضحه امر كړے چې برآمدات كښې زياتوالې به باوري كولې شي۔ هارون اختر خان ووئيل د پاکستان برآمد کوونكې دا مهال د لوړې شرح سود، ګرانهې بيعې یوټیلیټیز او لويو ټیکسز په شان مسئلو سره مخ دي۔ده په دې خبره زور راوړو چې صنعتکارو له مراعات او پالیسي سهولیات وركولو سره به هغه نړيوال مارکیټ كښې د مقابلې جوګه كولې شي كوم به چې كوټلي اقتصادي پرمختګ پلو يو مهم ګام وي۔









