اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هندي حكومت يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات يو ځل بيا غندنه كولو سره د استحصال ورځ په موقع كشميري اولس سره د پاکستان د غېر متزلزل سياسي، اخلاقي او سفارتي مرستې د عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د بلاول هاوس ميډيا سېل لخوا د …
د پنځم اګست كال 2019 ورځ د سوئيلي آسيا توره ورځ ده۔ بلاول بھټو زرداري

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په مقبوضه جمو و کشمير كښې د هندي حكومت يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات يو ځل بيا غندنه كولو سره د استحصال ورځ په موقع كشميري اولس سره د پاکستان د غېر متزلزل سياسي، اخلاقي او سفارتي مرستې د عزم پخلے كړے دے۔ د نهې په ورځ د بلاول هاوس ميډيا سېل لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې ده ووئيل د پنځم اګست كال 2019 ورځ د سوئيلي آسيا بلېك ډے ده كله چې په كال 2019 كښې هند د جموںو کشمير آئيني حېثيت په يو اړخيزه توګه ختمولو سره نه يوازې د ملګرو ملتونو د قراردادونو بلكې د كشميري اولس هيلې هم يو ځل بيا د پښو لاندې كړې۔ ده د كشمير مسئله په نړيواله كچه په رامخې ته كولو د پاكستان د مستقل سفارتي او په عملي هڅو د وياړ څرګندونه وكړه۔ ده د دې هلو ځلو په شا قامي يووالي او پوخ عزم ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره په خاص توګه د “آپريشن بنيان مرصوص” کاميابي رامخې ته كړه كومه چې د پاكستان او مقبوضه كشمير د مظلوم اولس ترمېنځه د ژورې او ناقابل شكست خپلولغ يو روښانه علامت دے۔ ده نړيوالې ورورولۍ٬ د بشري حقونو تنظيمونو او مهذبه نړۍ څَخه مطالبه وكړه چې ھغوي په مقبوضه كشمير كښې په جاري هندي ظلمونو خپله خاموشي ماته كړي۔ ده ووئيل تاريخ به ھغه خلق معاف نه كړي چا چې د ظلمونو په ضد غږ پورته كولې شو خو غلي وو، اوس وخت راغلے چې نړۍ كشميريانو سره اودرېږي٬ د دې نه وړاندې چې نور وخت٬ نور عزتونه او نور ځانونه ضائع شي











