د اګست 5مه نيټه د كشمير په تاريخ كښې توره ورځ ده٬د پاكستان حكومت او اولس د كشميريانو سره ولاړ دے۔وفاقي وزير امير مقام

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د اګست 5مه نيټه د كشمير په تاريخ كښې توره ورځ ده٬د پاكستان حكومت او اولس د كشميريانو سره ولاړ دے٬هند په يوه اړخيزه توګه كشميريان د خپل آئين څخه هم ويستلې دي٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د كشمير مسئله په ښه انداز رامخې ته شوی٬دوهم وزيراعظم …

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د كشمير٬ ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د اګست 5مه نيټه د كشمير په تاريخ كښې توره ورځ ده٬د پاكستان حكومت او اولس د كشميريانو سره ولاړ دے٬هند په يوه اړخيزه توګه كشميريان د خپل آئين څخه هم ويستلې دي٬د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د كشمير مسئله په ښه انداز رامخې ته شوی٬دوهم وزيراعظم اسحاق ډار فارن پالېسۍ كښې شريك كردار ادا كړے٬د امريكې صدر هم د كشمير مسئله متنازعه ګرځولې٬د پي ټي آئي لخوا 5 اګست د استحصال ورځې په موقع سياسي احتجاج د كشميريانو سره ناانصافي ده٬په دې ورځ احتجاجي كال وركول د كشمير كاز او قامي يو والي په ضد سازش دے٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د كشمير استحصال ورځ لاريون په موقع خطاب كښې كړې٬د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې لپاره د پارليمنټ هاؤس څخه تر ډي چوك لاريون ويستلے شو چې پكښې د كشمير چارو وفاقي وزير امير مقام٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬ د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطه صلاحكار رانا ثناﺀ الله د لاريون مشري وكړه ۔په دې موقع د پارليماني كمېټۍ چيئرمېن محمد قاسم نون٬د تعليم وزير مملكت وجيهه قمر٬د وزيرعظم چارو كوآرډينيټر شبير احمد عثماني٬د آزاد كشمير پخواني وزيراعظم سردار تنوير الياس٬د كشمير ګلګت بلتستان او سيفران چارو پارليماني سېكرټري چوهدري انوار الحق٬د كشمير چارو لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمين حاجي امتياز احمد چوهدري٬د كشمير او ګلګت بلتستان چارو لپاره د سينيټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سينيټر اسد قاسم٬زمرد خان٬ د آل پارټيز حريت كنفرنس لارښود الطاف حسين واني٬حريت لارښودو٬ د بېلو سكولونو زده كوونكو٬سياسي مشرانو پشمول د مختلف مكاتب فكر سره تعلق لرونكو خلقو په ګڼ شمېر ګډون وكړو ۔امير مقام ووئېل د دې لاريون په كولو كشميريانو او په لائن آف كنټرول ميشته كشميريانو ته پېغام وركول دي چې ټول قام د كشميريانو سره ولاړ دے٬نن د دې ايونټ مقصد په نړيواله كچه پېغام وركول دي چې كشمير يوازې نه دے٬مونږ هغوي سره ولاړ يو۔ده ووئيل دلته د سياست نه پرته كشميريانو سره د يو والي څرګندونې لپاره خلق راجمع شوي٬نن د زده كوونكو٬سياستمدارو پشمول د هر مكتب خلق راغونډي شوي٬د لاريون مقصد په ستونزو كښې ګيرو كشميريانو ته پېغام وركول دي۔انجينئر امير مقام ووئيل تر څو چې آخري كشميرے او پاكستانے ژوندے وي ٬ كشميريانو ته به حق وركول وي۔په ټوله نړۍ كښې نن د استحصال ورځې په مناسبت سره دستورې كيږي٬ د زده كوونكو دلته راتلل ډېر خوشبينه دي٬د نن لاريون كولو لپاره د تعليم٬اطلاعات وزارت او ټولو ګډون كوونكو مننه كوو٬نن د زرګونو په شمېر خلق په دې لاريون كښې برخه اخلي٬په دې مونږ د ټولو مننه كوو۔ده ووئيل 5 اګست د كشمير په تاريخ كښې توره ورځ وه٬دا د هند د تاريخ كښې هم توره ورځ ده٬ د 78 كلونو څخه په كشميريانو ظلمونه كيږي٬ 5 اګست كښې د كشمير خاص حېثيت ختم كړے شو٬هند په يو اړخيزه توګه كشميريان د خپل آئين څخه هم ويستلي٬د هند د دې اقدام مقصد په كشمير كښې ډيمو ګرافك بدلون دے۔ده ووئيل مونږ پرون هم دا اقدام مسترد كړے ٬نن هم مسترد كوو۔وفاقي وزير ووئيل په ټوله نړۍ كښې د كشمير استحصال ورځې دستورې روانې دي٬مونږ هغې كشميريانو خوئېندو او وروڼو ته سلام كوو چا چې په جرات سره قربانۍ وركړي٬كشميريانو كښې نن هم د پاكستان سره مينه او جذبه ژوندۍ ده٬مونږ دا پېغام وركول غواړو چې پاكستانے قوم كشميريانو سره ولاړ دے۔ وفاقي وزير امير مقام ووئيل د 1989 نه تر 31 جولائي 2025 د 94 زره څخه زيات كشميريان نيولې شوي٬ګڼ شمېر كشميري ماشومان يتيمان٬ميرمنې كنډې او كورونه تباه شوي دي ٬ د كشمير اولس نن هم په خپله نظريه او پاكستانيت قائم دے٬ ده ووئېل هغه بې ګناه كشميريانو ته سلام كوو كوم چې نن هم په زندان كښې بنديوان دي۔ده ووئيل پاكستان به تل د كشمير اولس سره ولاړ وي٬ 5 اګست د كشميري اولس سره د يو والي او د هندي ظلمونو د غندنې ورځ ده

مزید خبریں