اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې په ما ټكونه كول د غړو حق دے ٬ بياهم زه به ځواب نه وركوم٬ كه مسئلې حل كول وي نو بيا به ټولو له يو بل سره يو ځايې ناسته كول وي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې خپلو څرګندونو كښې سپيكر ووئيل محمود اچکزئی په ما ټكونه وكړل ٬ ما هغه …
په ما ټكونه كول د غړو حق دے ٬ بياهم زه ځواب نه وركوم:د قامي اسمبلۍ سپيكر

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې په ما ټكونه كول د غړو حق دے ٬ بياهم زه به ځواب نه وركوم٬ كه مسئلې حل كول وي نو بيا به ټولو له يو بل سره يو ځايې ناسته كول وي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې خپلو څرګندونو كښې سپيكر ووئيل محمود اچکزئی په ما ټكونه وكړل ٬ ما هغه ته ځواب نه دے وركړے او تاسو ته به هم ځواب درنكړم۔ په ما چې كوم ټكونه تاسو كړي هغه ستاسو حق دے ٬ تاسو چې كومې خبرې كړی دي هغه وزيراعظم هم كړي دي۔ كه مسئلې حل كول وي نو ټول له به يو ځاې جمع كېدل وي۔ دې څخه وړاندې د مخالفې ډلې غړي محمود خان اچكزئي ووئيل مونږ له به د يو بل معاف كولو سره يو نوے سياست پېل كول وي











