اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د كشمير د استحصال ورځې په موقع د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په خپل پېغام كښې كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئيلي دي 5 اګست 2019، د هندي آئين د آرټيكل 370 او 35A ختمولو توره ورځ ده۔ د نهې په ورځ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د قانون وفاقي وزير ووئيل هندي اقدام …
د اګست 5 مه نېټه د هندي آئين د آرټيكل 370 او 35A ختمولو توره ورځ ده : د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د كشمير د استحصال ورځې په موقع د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په خپل پېغام كښې كشميري اولس سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئيلي دي 5 اګست 2019، د هندي آئين د آرټيكل 370 او 35A ختمولو توره ورځ ده۔ د نهې په ورځ د قانون او انصاف وزارت وياند له مخې د قانون وفاقي وزير ووئيل هندي اقدام د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري وګړو د خپلواكۍ حق بشپړ ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې په ظلم غلې نه پاتې كيږي ولې چې غلې پاتې كېدل د ظلم ملاتړ كول دي۔ سېنېټر اعظم نذیر تارړ ووئيل په نړيوالو فورمونو به د هند غېر قانوني اقدامات په ډاګه كوو۔ د كشمير د آزادۍ ٬ امن او انصاف په ستړو كښې پاكتسان كشميري اولس سره ولاړ دے











