اسلام آباد۔5 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د كشمير د استحصال ورځ مونږ ته د هند يو اړخيزه اقدامات يادوي٬ د 5 اګست 2019 هندي اقدامات د ملګرو ملتونو ٬ د بشري حقونو لوظنامو او د څلورم جنېوا كنونشن خلاف ورزي ده۔ په تېرو 6 كلونو كښې هند كشمير سره اړوند قانون كښې يو شمېر بدلونونه وكړل٬ د هند كشمير …
د كشمير د استحصال ورځ د هند د يو اړخيزه اقدامات ياد تازه كوي٬ هند له به د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد كول وي : نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزیر سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د كشمير د استحصال ورځ مونږ ته د هند يو اړخيزه اقدامات يادوي٬ د 5 اګست 2019 هندي اقدامات د ملګرو ملتونو ٬ د بشري حقونو لوظنامو او د څلورم جنېوا كنونشن خلاف ورزي ده۔ په تېرو 6 كلونو كښې هند كشمير سره اړوند قانون كښې يو شمېر بدلونونه وكړل٬ د هند كشمير پالېسي پاكستان او قام لپاره د قبلولو وړ نه ده٬ هند له به د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد كول وي٬ كه پاك پرودګار ته منظور وي كشمير به آزادي ترلاسه كولو سره د پاكستان برخه جوړ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د نهې په ورځ د كشمير استحصال ورځې مركزي دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د كشمير د استحصال ورځ د هند د يو اړخيزه اقدامات ياد تازه كوي۔ دا اقدامات هند د پلوامه يوې ډرامې څخه وروستو په 5 اګست 2019 وكړل٬ هند د كشمير ځانګړے حېثيت ختم كړو۔ ده ووئيل د كشمير د استحصال ورځ كشميرې اولس جوش او جذبې سره لمانځي۔ ده ووئيل هند په دې ورځ د كشمير ځانګړے حېثيت ختمولو سره مقبوضه کشمیر په دوه برخو كښې وېشلو سره لداخ جلا كړو۔ هند د ځائي وګړو خصوصي حقونه له مينځه يوړل۔ ده ووئيل هندي سپريم كورټ د حكومت د 5 اګست اقدامات په ځايې وساتل۔ ده ووئيل هند د لېفټېننټ ګورنر اختياراتو كښې زياتوالې كړې۔ ده ووئيل هندي اقدامات د كشميري وګړو د خپلواكۍ په حق نېغ په نېغه بريد دے۔ سېنېټر اسحاق ډار ووئيل نن د پاكستان دننه او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان هم د كشمير د استحصال ورځ لمانځي۔ نائب وزيراعظم ووئيل هند په مقبوضه وادۍ كښې د آبادۍ د تناسب بدلولو سازش وكړو۔ غېر كشميري وګړو ته د ډوميسائل او ووټر لسټ كښې د اندراج حق وركړے شو۔ د هند مقصد كشميري وګړي په خپله خاوره په اقليت كښې بدلول دي۔ ده ووئيل د هند كشمير پالېسي پاكستان او قام لپاره د قبلولو وړ نه ده۔ په تېرو 48 ساعتونو كښې هند يوه نوې پروپېګنډه كړې ده ٬ جمو وكشمير او لداخ ت یونین ټېرېټری ګرځولو سره د نوي وېش خبرې روانې دي۔ هندي ميډيا جموں ته د رياستي درجې وركولو خبرونه خپروي٬ هند مقبوضه كشمير خپله داخلي معامله ګرځوي٬ د هند دا ادعا د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ د هند رويه د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ اخلاقي اصولو او زمكيزو حقائقو په ضد ده۔ ده ووئيل هند د سلامتي كونسل قراردادونو څخه پرله پسې انكار كوي٬ د 5 اګست 2019 هندي اقداماتو د ملګرو ملتونو ٬ د بشري حقونو د لوظنامو او د څلو جنېوا كنونشن خلاف ورزي ده۔ د هندي آيئن له مخې كوم هم اقدام د كشميري وګړو د سباؤن پرېكړه كولې نه شي۔ ده ووئيل هندي پوځ بشري حقونه لمينځه وړي٬ فارن ميډيا كشمير ته تللې نه شي۔ د ترهګرۍ د مخنيوي قانون بې ځايه كارولې شي ٬ 16 ګوندونه بندېزونو سره مخ دي٬ د زرګونو په شميرې كشميري مېرمنې د كونډو په څير ژوند كوي د خپلو سړو د ژوند او مرګ په اړه هېڅ خبر نه لري۔ نن به مونږ له د زرګونو په شمېر كشميري شهيدان يادول وي كوم چې هندي ظلمونو سره مخ پاتې شوو۔ ده ووئيل د كشميري اولس مړانه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل جمو و کشمیر د پاكستان برخه جوړېده خو د بده مرغه د طاقت او سازش د لارې ددې مخه ونيولې شوه۔ ده ووئيل هند له به په كشمير كښې د رايې شماري كول وي او هم دا د انصاف او امن لاره ده۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي كشمير به آزادي ترلاسه كولو سره د پاكستان برخه جوړېږي۔ ده ووئيل هند د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو هڅه وكړه۔ ده ووئيل دا ننۍ ورځې سياسي هلو ځلو لپاره ټاكل مناسب نه دي۔ ته چاته پېغام وركوے هند ته ؟ په 365 ورځو كښې بله كومه ورځ نه وه؟۔ ددې اقدام بايد غندنه وكړې شي۔ اسحاق ډار ووئيل هند ځان د منطقې چوهدري بلي ٬ پاكستان د هند 6 الوتكې نسكورې كړې۔ دا د يو موټے كېدو نتيجه ده۔ نائب وزیراعظم ووئيل پاكستان د معاشي استحكام په لاره روان شوے دے۔ دا ترقي څوك ليدلې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان به د كوم هم جارحيت ځواب د تېر په مقابله كښې زيات قوي وركړي۔ ده ووئيل كه هند يو جمهوري هېواد دے نو په كشمير كښې ظالمانه قوانين به بېرته اغستل وي٬ هند له به بنديان خوشې كول وي او د رايې په څرګندونه لګولې شوې ټول بندېزونه به پورته كول وي۔ دغسې هند له به كشميري اولس له د خپلواكۍ حق وركول وي











