اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينېټر اعظم نذير تارړ اپوزيشن ته بلنه وركړې چې راشئ چې د اولس مسئلو حل لپاره په ګډه كار وكړو، مونږ خبرو كولو لپاره چمتو يو ٬ دې سره د مسئلو حل راوتلے شي ۔ د نهې په ورځ وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په قامي اسمبلۍ كښې ووئيل مونږ د سياسي مشرانو د سزاګانو په …
مونږ د سياسي مشرانو د سزاګانو خلاف يو٬ د خبرو اترو د لارې مسئلې حل كېدې شي۔ اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينېټر اعظم نذير تارړ اپوزيشن ته بلنه وركړې چې راشئ چې د اولس مسئلو حل لپاره په ګډه كار وكړو، مونږ خبرو كولو لپاره چمتو يو ٬ دې سره د مسئلو حل راوتلے شي ۔ د نهې په ورځ وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ په قامي اسمبلۍ كښې ووئيل مونږ د سياسي مشرانو د سزاګانو په ضد يو٬ 26م آئيني بدلون دې ايوان څخه په دريو كښې د دوه په اكثريت سره منظوري وركړې۔ ده ووئيل د دې بدلون له مخې د ججانو په تعيناتۍ كښئ د پارلمان كردار قوي كړے شوے٬ اقليتونو او بار كونسل ته نمائندګي وركړې شوې٬ د ججانو په تعيناتۍ كښې حكومت سره اپوزيشن ته هم نمائندګي وركړې شوې، په دې كښې اپوزيشن او د حكومت نمائندګي يو برابر ده، وئيلي شوي وو چې وكيلان به دا بدلون نه تسليموي خو يو بار كونسل هم اعتراض ونه كړو۔ ده ووئيل د سول مقدمو به تر 30 ٬ 30 كالو پرېكړې نه كېدې٬ آيا مونږ دې څه نه كوٶ٬ پوځداري مقدمې به تر څو لسيزو د التواء ښكار وې آيا مونږ د انصاف نظام سپېځلي كولو لپاره هېڅ ونه كړو؟ كه بيا هم اپوزيشن اعتراض لري نو بلنه وركوم چې راشئ مونږ سره كېښنۍ ۔ ده ووئېل د پوځدارۍ په انصاف نظام كښې د 108 بدلونونو مسوده په اړونده كميټۍ كښې پرته ده۔ ده اپوزيشن ته بلنه وركړه راشۍ چې د اولس مسئلو حل لپاره په ګډه كار وكړو، مونږ خبرو لپاره چمتو يو٬ په خبرو اترو لار راوځي ۔











