په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو څخه سرغړونه كېږي۔ وفاقي وزير مصطفيٰ كمال

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو څخه سرغړونه روانه ده٬ ځائي خلق د صحت او درملنې سهولتونو څخه هم محروم دي۔ دا خبره ده د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل د پنځم اګست كال 2019 ورځ په كشميريانو د ظلم او جبر يادګېرنه كوي٬ هند په پنځم …

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي په مقبوضه كشمير كښې د بنيادي بشري حقونو څخه سرغړونه روانه ده٬ ځائي خلق د صحت او درملنې سهولتونو څخه هم محروم دي۔ دا خبره ده د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې كړې۔ ده ووئيل د پنځم اګست كال 2019 ورځ په كشميريانو د ظلم او جبر يادګېرنه كوي٬ هند په پنځم اګست د ملګرو ملتونو د قراردادونو سنګينې خلاف ورزي كړي ٬ د كشميريانو سياسي، اخلاقي، سفارتي ملاتړ به روان ساتلے شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د هندي ظلمونو نوټس واخلي٬ د كشميريانو قربانۍ به عبث نه ځي٬ د كشمير هر غم زمونږ غم دے٬ وفاقي وزير ووئيل د كشمير تر آزادۍ به زمونږ هڅې روانې وي۔

مزید خبریں