اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د پنځم اګست نيټه د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير د تاريخ توره ورځ ده٬ هند د كشمير خاص آئيني حېثيت مسخ كولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قانون څخه په جار سرغړونه كړې ده۔ وفاقي وزير د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام …
د پنځم اګست نيټه د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير د تاريخ توره ورځ ده۔ د محسن نقوي پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د پنځم اګست نيټه د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير د تاريخ توره ورځ ده٬ هند د كشمير خاص آئيني حېثيت مسخ كولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د نړيوال قانون څخه په جار سرغړونه كړې ده۔ وفاقي وزير د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل مودي سركار په زبردستۍ د كشميريانو آئيني حقونه، شناخت او په آزادي تور تم جوړ كړے دے٬ د ظلم او تشدد، د ماورائے عدالت قتل،د ميډيا بليك آؤټ، په اظهار رائے د بنديز او د پرله پسې كرفيو په سبب د كشمير وادي د بشري حقونو هديره ګرځېدلې ده ۔ محسن نقوي ووئيل د ډومېسائل نوي قانون له مخې د لكهونو په شمېر هندوان په وداۍ كښې آبادولې شي دغسې چې ځائي آبادي په اقليت بدله كړې شي٬ د كشمير بحران د نړيوالې ورورولۍ بې حسي ده۔ ده ووئيل د ټرمپ د ثالثي په وړاندېز هم مودي سركار غوږ ونه ګرولو۔ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د هند يو اړخيزه اقدامات د سوئيلي آسياء امن لپاره سنګين خطر دے، د كشمير كشاله د نړيوال پام متقاضي ده۔ ده ووئيل د پاكستان بچے بچے كشميريانو سره ولاړ دے او په هر فورم به د دوي اخلاقي، سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتلې شي۔











