اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي په 5 اګست 2019 د هند يو اړخيزه اقدامات د ملګرو ملتونو او د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي وه٬ كشمير د پاكستان شه رګ دے او مونږ به كله هم د هند غېر قانوني قبضه تسليم نه كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل …
کشمیر د پاکستان شه رګ، د 5 اګست 2019 هندي اقدامات د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي وه ٬ خاص مرستيال هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي په 5 اګست 2019 د هند يو اړخيزه اقدامات د ملګرو ملتونو او د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي وه٬ كشمير د پاكستان شه رګ دے او مونږ به كله هم د هند غېر قانوني قبضه تسليم نه كړؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل هر كال دا ورځ 5 اګست د هند لخوا د آرټيكل 370 او 35A غېر قانونی منسوخۍ غندنې په توګه لمانځلې شي۔ ده ووئيل كشمير د پاكستان شه رګ دے او مونږ به كله هم د هند غېر قانوني قبضه تسليم نه كړؤ۔ ده په مقبوضه كشمير كښې د پوځي محاصرې ٬ د بشري حقونو خلاف ورزو او په مېډيا د بندېز هم سخته غندنه وكړه۔ ده ووئيل 5 اګست د كشميري اولس د خپلواكۍ په حق د بريد علامت دے۔ هارون اختر خان كشميري اولس لپاره د پاكستان د سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ عزم تكرارولو سره ووئيل دا ملاتړ به تر هغه وخت دوام لري تر كومې چې د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير مسئله حل شوې نه وي۔ ده نړيوالې ورورلۍ څخه غندنه وكړه چې هغه دې په مقبوضه جمو وكشمير كښې د هندي ظلمونو نوټس واخلي او د انصاف په رسولو كښې دې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل 5 اګست د كشمير اولس د بلها قربانيو يادولو او د دوئي جائزې مبارزې سره د يووالي د عزم تكرارولو ورځ ده











