د ملګرو ملتونو قراردادونه په هندي آئين كښې د بدلونونو د لارې بدليدے نه شي: د وفاقي وزير سردار يوسف د كشمير استحصال ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د ملګرو ملتونو قراردادونه په هندي آئين كښې د بدلونونو د لارې بدلېدے نه شي ، پاکستان د كشميري اولس د مبارزې سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ خپل فرض ګني او دا به روان ساتي۔ د نهې په ورځ د كشمير د استحصال ورځې په موقعه سردار يوسف په خپل پېغام كښې ووئيل په 5 …

اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي د ملګرو ملتونو قراردادونه په هندي آئين كښې د بدلونونو د لارې بدلېدے نه شي ، پاکستان د كشميري اولس د مبارزې سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ خپل فرض ګني او دا به روان ساتي۔ د نهې په ورځ د كشمير د استحصال ورځې په موقعه سردار يوسف په خپل پېغام كښې ووئيل په 5 اګست 2019 د هند لخوا د مقبوضه كشمير د ځانګړي حېثيت ختمولو ګام پورته كړے شو۔ د دې اقدام 6 كاله وشول ٬ 5 اګست د جمو وكشمير د تاريخ يوه توره ورځ ده۔ سردار یوسف ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د آزادۍ مبارزې تر منطقي انجام رسېدو خپل سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د كال 1947ء څخه د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره د كشميري اولس مبارزه او ستړې روانې دي٬ كشميري وګړو د پاكستان له جوړېدو څخه وړاندې د پاكستاني جوړېدو نعره پورته كړې وه۔ وفاقی وزیر ووئيل كشميريان د هر جبر په وړاندې مضبوط ولاړ پاتي شول ٬ بلها قربانۍ يۍ وركړې ٬ د زندانونو سختې يۍ وزغملې۔ ده ووئيل مونږ غوښتنه كوو چې د كشمير په اړه دې د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كړې شي۔ ده او آئي سي ته غږ وكړو چې هغه په عملي توګه د مظلومو مسلمانانو نمائندګي وكړي او عملي ګامونه پورته كړي

مزید خبریں