اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي هند په مقبوضه جمو وكشمير كښې د غېر قانوني او غېر آئيني اقدامات د لارې نه يوازې دا چې د كشميري وګړو بنيادي بشري حقونه له مينځه وړې دي بلكې ټوله وادي يۍ په يو ښكاره زندان بدله كړې ده٬ مونږ د كشمير مسئلې سولئيز ٬ عادلانه او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل …
هند د كشميريانو د بنيادي بشري حقونو په خلاف ورزيو كولو ټوله وادي په زندان بدله كړې: د سيد يوسف رضا ګيلاني د كشمير استحصال ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي هند په مقبوضه جمو وكشمير كښې د غېر قانوني او غېر آئيني اقدامات د لارې نه يوازې دا چې د كشميري وګړو بنيادي بشري حقونه له مينځه وړې دي بلكې ټوله وادي يۍ په يو ښكاره زندان بدله كړې ده٬ مونږ د كشمير مسئلې سولئيز ٬ عادلانه او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل غواړؤ۔ د كشمير د استحصال ورځ په موقع خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل 5 اګست 2019 هغه دړدېدلې ورځ وه كله چې هند د كشميري وګړو بنيادي بشري حقونه له مينځه يوړل او ټوله وادي يۍ په يو ښكاره زندان بدله كړه۔ ده ووئيل هندي حكومت د يو اړخيزه اقدام لاندې په مقبوضه وادۍ كښې تر ټولو اوږد لاك ډاؤن نافذ كړے په كوم كښې چې كشميرې اولس په خپلو كورونو كښې محصور پاتې دے او هغه د ظلم ٬ جبر او بربريت سره مخ كړے شول د كوم مثال چې په تاريخ كښې ډېر كم ترلاسه كيږي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئېل په غېر انساني اقدامات نړيوالې ورورولۍ اندېښنه ښكاره كړې بلكې يو شمېر نړيوالو ادارو د هند پالېسيو ته ګوتې هم نيولي ۔ د هند ظلم او زياتے د منطقې امن سنګينو خطرو سره مخ كړے او د پرمختګ ٬ سوكالۍ او استحكام په لاره كښې يۍ خنډان اودرولې دي۔ ده ووئيل د پاكستان تل دا ښكاره او كوټلے دريځ پاتي شوے چې مونږ د كشمير مسئلې سوله ايز ٬ عادلانه او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل غواړؤ۔ ده ووئيل پاكستان دا ګڼي چې جنګ د مسئلې حل نه دے بلكې د شخړو تلپاتې حل د مذاكراتو د لارې ممكن دے۔ ده ووئيل شپږ كاله تېر شوي ولې بياهم كشميرېان د خپلواكۍ حق لپاره په ثابت قدمۍ سره ستړې كوي۔ د دې شپږو كلونو تاريخ د بې ګناه كشميري وګړو په وينو ليكلے شوے۔ ده نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې وخت راغلے دے چې د غلې پاتې كېدو په ځائے د انصاف ملګرتيا كولو له په هند زور راوړلے شي چې هغه د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د زړې شخړې عادلانه حل ولټوي۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د كشمير مسئلې عادلانه حل نه يوازې د سوئيلي آسيا امن او استحكام بلكې د نړۍ د امن تحفظ له هم ضروري دے۔ ده ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬ د خپلواكۍ حق لپاره روانه مبارزه به ضرور كاميابه شي۔ ده ووئيل پاكستان كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ دے او دغسې به ولاړ پاتي وي











