اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطو او سياسي چارو سلاكار رانا ثنا وئيلي دي د اګست 5 مه نيټه مونږ ته په كشميري اولس د هند ظلمونه رايادوي٬ مونږ د كشميري وګړو ځانګړو قربانيو او د آزادۍ حق ترلاسه كولو له د لسيزو څخه روانې د هغوي مبارزې ته سلام كوو۔ د نهې په ورځ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده …
د اګست 5 مه نيټه مونږ ته په كشميري اولس د هند ظلمونه رايادوي ٬ د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطو او سياسي چارو سلاحكار رانا ثنا د كشمير استحصال ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) د وزيراعظم د بين الصوبائي رابطو او سياسي چارو سلاكار رانا ثنا وئيلي دي د اګست 5 مه نيټه مونږ ته په كشميري اولس د هند ظلمونه رايادوي٬ مونږ د كشميري وګړو ځانګړو قربانيو او د آزادۍ حق ترلاسه كولو له د لسيزو څخه روانې د هغوي مبارزې ته سلام كوو۔ د نهې په ورځ د كشمير استحصال ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل په كال 2019 كښې په ننۍ ورځ هند د جمو وكشمير ځانګړے حېثيت منسوخ كړے ؤ٬ د هند دا غاصبانه عمل د كشميري اولس د خپلواكۍ په حق نېغ په نېغه بريد ؤ۔ ده ووئيل په دې دړدېدلې ورځ مونږ خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ ده ووئيل مونږ به د كشميري اولس د عادلانه مبارزې اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ دوامداره ساتؤ۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو له به د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزو نوټس اخستل او نړيوالې ورورلۍ له دا پخوانۍ شخړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې حل كول وي۔ ده ووئيل د كشمير مسئله يوازې د كشميري اولس نه بلكې د انسانيت او نړيوال انصاف مسئله ده











