كشمير د پاكستان د ساه رګ دے او زمونږ قامي مېراث دے٬ د سيد علي ګيلاني سلوګن “مونږ پاكستانيان يو، پاكستان زمونږ دے” په ګرده نړۍ كښې اورېدلے كېږي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د كشميريانو پاكستان سره رشته لازواله ده، كشمير د پاكستان د ساه رګ دے او زمونږ قامي مېراث دے٬ د سيد علي ګيلاني سلوګن "مونږ پاكستانيان يو، پاكستان زمونږ دے" په ګرده كښې اورېدلے كېږي، پاكستان به د نړۍ په هر فورم د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بيائي ۔ د دې خيالاتو …

اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د كشميريانو پاكستان سره رشته لازواله ده، كشمير د پاكستان د ساه رګ دے او زمونږ قامي مېراث دے٬ د سيد علي ګيلاني سلوګن “مونږ پاكستانيان يو، پاكستان زمونږ دے” په ګرده كښې اورېدلے كېږي، پاكستان به د نړۍ په هر فورم د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بيائي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په ډي چوك كښې د كشمير استحصال ورځې ګډون كوونكو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د اګست پنځمه نيټه د تاريخ توره ورځ ده كله چې هند د يو ناوړه سازش له مخې د خپل غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير خاص آئيني حېثيت په بدلولو هلته د غېر قانوني قبضې مسلط كولو هڅه وكړه ٬ بايد هند ته معلومه وي چې دا ھغه وادي ده چرته چې د برهان واني په څېر د ځوانانو زېږون كېږي د چا جنازې چې د پاكستان په شين هلالي بېرغ كښې رانغښتې وي۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير د استحصال ورځ د لوظ د تجديد ورځ ده، وزيراعظم په هر نړيوال فورم د مظلومو كشميريانو غږ پورته كړے٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غونډه كښې د پاكستان دريځ په بشپړه توګه وړاندې كولو سره واضحه كړه چې پاكستان به د كشميريانو سفارتي، سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔ وفاقي وزير ووئيل د كشمير په جنت نظير وادۍ كښې ظلمونه كېږي٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې به كشميريانو ته د خپلواكۍ حق خامخا ترلاسه كېږي ځكه چې دا د دوي بنيادي او ناقابل تنسيخ حق دے۔ وفاقي وزير ووئيل نريندر مودي په بزدلانه بريدونو كولو خپل شوق پورا كړو ٬ خو چې كله ئې هم پاكستان ته په خيرنو سترګو كتلي نو يوازې الوتكې يې نه دي نسكورې شوي بلكې د هغوي كبر هم خاورې شوے ٬ ده ووئېل هند نه يوازې په عسكري مېدان كښې ماتې خوړلې بلكې د بيانيې او په سفارتي محاذ هم ماتي سره مخ شوے٬ پاك پوځ په جرات او مړانه دښمن ته ځواب وركړے او ټول قام لكه د بنيان المرصوص د خپل وطن دفاع كوله۔ ده ووئيل معركه حق به په تاريخ په زرينو ټكو ليكلې شي۔ ده ووئيل فيلډ مارشل جنرل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ د غېر معمولي لائحې او شجاعت څرګندونه كړې كومه چې به په ګرده نړۍ كښې په عسكري ادارو كښې د مثال په توګه وراندې كولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د قام ځوانانو، ميډيا او ټولو طبقو د كشمير په مسئله د يووالي او اتحاد پورا څرګندونه كړې٬ په معركه حق كښې په بريا د كشميريانو حوصلې جګې شوې دي او د هند غاصبانه قبضه به اوس تر ډېرې مودې پاتې نشي٬ ده ووئېل كشميريان نن هم يو سلوګن لري”هم كيا چاهتے هيں؟ ۔ آزادي، كشمير بنے ګا، پاكستان”۔ عطاء تارړ ووئيل د كشمير چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام هم د كشمير كاز لپاره فعاله كردار لوبوي۔ په دې موقع نائب وزيراعطم اسحاق ډار، د كشمير چارو وزير امير مقام، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله پشمول زمرد خان، شبير عثماني، وجيهه قمر، رانا قاسم نون، سردار تنوير الياس او د حريت كنفرنس مشرانو پشمول په لويئ شمېر خلق موجود وو۔ د دې نه وړاندې د كشمير استحصال ورځ لاريون د خارجه دفتر څخه پېل شو او په راډيو پاكستان تېرېدو سره ډي چوك ته ورسېد چې پكښې د خارجه دفتر سينئر چارواكو پشمول د ژوند بېلو طبقو سره تعلق لرونكو٬ زده كوٶنكو او مېرمنو ګډون وكړو٬ په لاريون كښې د پاكستان او آزاد كشمير بېرغونه هسك كړے شوې وٶ او “كشمير بنے ګا پاكستان” او د هند قبضه نامنظور نعرې ئې وهلې٬ ډي چوك ته په رسېدو په لس بجې سائرن وغږولے شو او د يوې دقيقې خاموشي اختيارولو سره د كشمير د آزادۍ د غورځنګ شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔

مزید خبریں