په اوسنې پاك هند جنګ كښې د پاكستان په بريا كشميريان هسكه غړۍ ګرځي ۔ د وفاقي وزير حنيف عباسي د كشمير استحصال ورځې په موقع پیغام

پېنډي 05 اګست (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي اوسنې پاك هند جنګ كښې د پاكستان په بريا د كشميري اولس سر په وياړ هسكه شوے ٬كشميريان د پاكستان برے خپله بريا ګڼي٬د نن كشميريانو ته معلومه ده چې د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬راتلونكې وخت كښې به د كشميري اولس صبر٬هلې ځلې او د قربانيو ميوې رامخې ته كيږي٬د هند سازشونه او …

پېنډي 05 اګست (اے پي پي)د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي وئېلي دي اوسنې پاك هند جنګ كښې د پاكستان په بريا د كشميري اولس سر په وياړ هسكه شوے ٬كشميريان د پاكستان برے خپله بريا ګڼي٬د نن كشميريانو ته معلومه ده چې د هغوي قربانۍ به بې ځايه نه ځي٬راتلونكې وخت كښې به د كشميري اولس صبر٬هلې ځلې او د قربانيو ميوې رامخې ته كيږي٬د هند سازشونه او ظلم او ستم د كشميريانو د آزادۍ جذبې ته ماتې وركولو كښې ناكامه راغلي۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير حنيف عباسي د نهې په ورځ د كشمير استحصال ورځې په موقع په خپل پېغام كښې كړې۔وفاقي وزير ووئيل 5 اګست 2019 د تاريخ يوه توره ورځ وه كله چې مودي سركار د هند آئين آرټيكل 370 او 35-A په ختمولو د مقبوضه كشمير متنازع حېثيت په يو اړخيزه توګه ختم كړو٬ د مودي حكومت دا غېر آئيني اقدام د كشميريانو په حق خود اراديت ښكاره وار دے ۔حنيف عباسي ووئېل كشميريانو د هند دغه اقدام تسليم كړے او نه پاكستان ٬ دغسې د نړۍ شعور لرونكو قامونو او ملګرو ملتونو د هند دا غېر قانوني پريكړه په ښكاره ډول رد كړی ده ۔ده ووئيل پاكستان تل د كشميريانو مقدمه په نړيواله كچه په جرات او ثابت قدمۍ سره وړاندې كړی۔حنيف عباسي ووئيل الحمدلله!نن كشميريان هغه كه د مقبوضه كشمير څخه وي يا د آزاد كشمير څخه٬پاكستان سره په خپل تړون وياړ لري۔محمد حنيف عباسي ووئېل د ياسين ملك په څير حريت خوښې لارښود د هند په زندانونو كښې بنديوان دي ٬خو د كشميري اولس جذبه غېر متزلزل ده٬د كشميريانو په استقامت كښې ذره برابر هم كمر نه دې راغلے ٬ ده ووئېل د مودي وار ناكامه شوے٬ د كشميريانو حق خود اراديت اوس د وړاندې نه زيات نزدې شوے ۔وفاقي وزير ووئيل انشاﺀالله د كشميريانو لازواله قربانۍ به ضرور ځائے نيسي٬د آزادۍ نمر به ډېر زر راوخيژي٬د ظلم او جبر اوږده شپه اوس خپل اختتام ته رسېدونكې ده ٬ ده ووئېل “كشمير بنے ګا پاكستان”محض يوه نعره نه٬بلكې زمونږ ايمان دے۔ده ووئيل د كشمير آزادي اوس لرې نه ده هغه ورځ به ډېره زر راشي او كشمير به د پاكستان ناقابل تقسيم برخه وګرځي۔

مزید خبریں