اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو وكشمير متنازعه حېثيت بدلولو له يو شمېر يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونه پورته كړي كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو او د جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬ كشمير تېرو اوو لسيزو …
د جمو وكشمير د متنازعه حيثيت بدلولو يو اړخيزه او غير قانوني هندي اقدامات د ملګرو ملتونو د چارټر ښكاره خلاف ورزي ده: د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د كشمير استحصال ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5 اګست(اے پی پی) نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو وكشمير متنازعه حېثيت بدلولو له يو شمېر يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونه پورته كړي كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر ٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو او د جنېوا كنونشن په شمول د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬ كشمير تېرو اوو لسيزو څخه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لوظونو عملي كېدو ته سترګې په لاره دے، د وخت تقاضا ده چې نړيواله ورورولي په هند زور راوړي چې هغه په غېره قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو عملدرآمد وكړي۔ نائب وزیراعظم؍ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د استحصال ورځې 5 اګست 2025 په موقع خپل پېغام كښې ووئيل شپږ كال وړاندې هند په ننۍ ورځ د مقبوضه جمو و کشمیر (IIOJK) متنازعه حېثيت بدلولو لپاره يو شمېر يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات وكړل كوم چې په نړيواله كچه د تسليم شوې متنازعه حېثيت كمزوري كولو او د هند قبضې لا مستحكم كولو هڅه وه۔ غېر کشمیري وګړو ته ډومیسائل سرټیفکېټ جاري كول، په عارضي توګه مقبوضه كشمير كښې پاتې كېدونكي د ووټرانو په فهرستونو كښې شاملول ، د اسمبلۍ حلقو په حد بندۍ كښې بدلون ٬ د زمكې او جائيداد مالكانه قانون كښې بدلون او تش د نامې ګورنر ته انتظامي اختيارات وركول هغه انتهائي اقدامات دي كوم چې د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو او د جنېوا كنونشن به شمول د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزۍ دي۔ اسحاق ډار ووئيل پهلګام پېښې څخه وروستو پېل كړې شوې كارروايۍ په لويه كچه دا ثابته كړې ده چې هند مقبوضه كشمير اوس هم خپله يوه كالوني ګڼي۔ د پاكستان او هند ترمينځه اوسنۍ نښتې په سوئيلي آسيا كښې تلپاتي امن لپاره د كشمير شخړې په سوله ايز ډول د هوارولو حاجت يو وارې بيا په ډاګه كوي۔ كشمير د تېرو اوو لسيزو څخه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لوظونو عملي كېدو ته سترګې په لاره دے، د وخت تقاضا ده چې نړيواله ورورولي په هند زور راوړي چې هغه په غېره قانونه توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې د بشري حقونو په ضد روانې خلاف ورزۍ بندې كړي او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو عملدرآمد راوكړي۔ ده ووئيل پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ جائزې مبارزې مكمل اخلاقي ٬ سفارتي او سياست ملاتړ روان ساتي۔











