اسلام آباد۔5اګست (اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری وئيلي دي چې هند د كشمير ځانګړے حېثيت ختمولو سره بشري حقونه لمينځه وړلي دي٬ نړيواله ورورولي دې د كشميري وګړو د خپلواكۍ حق ملاتړ وكړي۔ د كشمير استحصال ورځې په موقعه خپل پیغام كښې د سمندري چارو وفاقي وزير ووئيل مونږ كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوو٬ هند په 5 اګست 2019 ناوړه ګامونه …
هند د كشمير ځانګړے حيثيت ختمولو سره بشري حقونه لمينځه يوړل : د وفاقي وزير د كشمير استحصال ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اګست (اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير جنېد انوار چوهدری وئيلي دي چې هند د كشمير ځانګړے حېثيت ختمولو سره بشري حقونه لمينځه وړلي دي٬ نړيواله ورورولي دې د كشميري وګړو د خپلواكۍ حق ملاتړ وكړي۔ د كشمير استحصال ورځې په موقعه خپل پیغام كښې د سمندري چارو وفاقي وزير ووئيل مونږ كشميري اولس سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوو٬ هند په 5 اګست 2019 ناوړه ګامونه پورته كولو سره د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزي كړې ده۔ ده ووئيل څوك هم د كشميري وګړو سولييزه مبارزه ختمولې نه شي٬ مونږ د كشميري اولس بشري ٬ سياسي او جمهوري حقونو سره ولاړ يوو٬ پاكستان به د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ملاتړ دوامدار ساتي۔ ده ووئيل كشميري اولس ته د هغوي له حقونو وركولو پرته په منطقه كښې امن امكان نه لري۔ ده ووئيل د كشمير استحصال ورځ د ظلم په ضد او د انصاف په حق كښې د غږ پورته كولو ورځ ده۔











