اسلام آباد۔4اګست (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلي دي 5 اګست 2019ء د هند په غیر قانوني قبضه كړي د جموں و کشمیر د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده ، چې كله هند د کشمیري اولس د خوښې خلاف هغه خاوره خصوصي حیثیت ختمولو سره په دوه تش په نوم یونین ټیریټریز تقسیم کړه ۔د ګل په ورځ د یوم …
نړيواله ورورولي ، ملګري ملتونه او د بشري حقونو تنظیمونه دې د هند په غیر قانوني قبضې لاندې جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزو نوټس واخلي ، د وقافي وزير انجینئر امیر مقام د یوم استحصال په موقع پیغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔4اګست (اے پي پي) د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام وئېلي دي 5 اګست 2019ء د هند په غیر قانوني قبضه كړي د جموں و کشمیر د تاریخ تر ټولو توره ورځ ده ، چې كله هند د کشمیري اولس د خوښې خلاف هغه خاوره خصوصي حیثیت ختمولو سره په دوه تش په نوم یونین ټیریټریز تقسیم کړه ۔د ګل په ورځ د یوم استحصال په موقع خپل پیغام كښې وفاقي وزیر ووئېل د هند د غیر قانوني اقدامات مقصد د کشمیر مسلمانان پخپله خاوره په اقلیت بدلول او د دوي سیاسي ، كلتوري او آئیني شناخت ورانول دي ، ده ووئېل د انتخابي حلقه بندیو بدلول ، غیر کشمیریانو ته ډومیسائل وركول او د زمكې د ملکیت اجازه وركول د دغې پالیسۍ برخه ده۔وفاقی وزیر ووئېل د هند فورسز د بشري حقونو سنګیې خلاف ورزۍ كوي او ودانيو ته د زيان رسولو ښكاره اجازه لري او په زرګونو کشمیري لارښود او کارکنان د څو كلونو نه په زندانونو كښې پراته دي ۔ ده نړيوالې ورورولۍ ٬ ملګرو ملتونو او د بشري حقونو تنظیمونو څخه مطالبه وكړه چې هغوي جموں وکشمیر كښې د بشري حقونو د سنګینو خلاف ورزو نوټس واخلي ، د سیاسي بنديوانو راخوشي كول باوري كړي او د سلامتي کونسل قراردادونو باندې عمل درآمد وكړي











