اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د 9 مئي د مقدمو سزاګانې د قانون له مخې وركړې شوي دي٬ په دغه پېښو كښې څوك څوك ككړ وو ټولو ته معلومه ده٬ د شهيدانو د يادګارونو بے حرمتي، قامي املاك ته زيان رسوونكي عناصر ته به د خپلو كړو سزا تېرول وي، د مياں اظهر په مړينه سياسي خلاء راپيدا …
د 9 مئي د مقدمو سزاګانې د قانون له مخې وركړې شوي۔ د وفاقي وزير عطاء تارړ په قامي اسمبلۍ كښې څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي د 9 مئي د مقدمو سزاګانې د قانون له مخې وركړې شوي دي٬ په دغه پېښو كښې څوك څوك ككړ وو ټولو ته معلومه ده٬ د شهيدانو د يادګارونو بے حرمتي، قامي املاك ته زيان رسوونكي عناصر ته به د خپلو كړو سزا تېرول وي، د مياں اظهر په مړينه سياسي خلاء راپيدا شوې، د ارواښاد خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال ده ووئيل د لاهور په سياست كښې د ميا اظهر يو موثره او تاريخي كردار ٶ كوم چې به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل كله چې د نواز شريف او شهباز شريف مور په حق ورسېدله نو مونږ عدالت څخه د سماعت ځنډولو استدعا وكړه نو په دې ووئيل شول چې دا د بره نه ارډر دے٬ باني پي ټي آئي به هره لمحه اپ ډېټ اخستل۔ د 9 مئي په پېښو كښې د ككړو كسانو د سزاګانو ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل دغسې پېښې په تاريخ كښې وړاندې كله هم نه وې رامخئ ته شوې٬ په دغه پېښو كښې ككړو كسانو د شهيدانو د يادګارونو بې حرمتي كړې، د کرنل شير خان شهيد مجسمې ته ئې زيان رسولے او په عسکري تنصيبات ئې بريدونه كړي۔ ده ووئيل په دغه ورځ چې چا څه كړي ھم ھغوي به سزا خوري٬ هغوي ته د قانون له مخې سزاګانې وركړې شوي۔ وفاقي وزير ووئيل د 9 مئي په پېښو تر اوسه قام څخه بخښنه نه ده غوښتلې شوې٬ چا چې دا كړي د ھغوي شناخت شوے دے۔ ده ووئيل كه څوك اعتراض لري نو عدالت سره دې رجوع وكړي











