وفاقي حكومت د سېلاب د خطرو مستقل حل غواړي٬ د مافياز د فشار باوجود به د ماحول په حفاظت كومه سودا نه كېږي۔ مصدق ملك

ګلګت 04 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك وئيلي دي وفاقي حكومت د طبعي آفتونو، په خاص توګه د بارانونو او سېلاب څخه د رامخې ته شوو خطرو مستقل او تل پاتې حل لټولو لپاره جامع اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګلګت كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده واضحه كړه چې يوازې هنګامي مرسته او د پېسو وېشلو سره به …

ګلګت 04 اګست (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير مصدق ملك وئيلي دي وفاقي حكومت د طبعي آفتونو، په خاص توګه د بارانونو او سېلاب څخه د رامخې ته شوو خطرو مستقل او تل پاتې حل لټولو لپاره جامع اقدامات كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په ګلګت كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده واضحه كړه چې يوازې هنګامي مرسته او د پېسو وېشلو سره به مسئله حل نه شي بلكې زمكيز حقائق تر مخه به داسې اقدامات كول وي چې راتلونكي كول ته محفوظ ماحول وركړے شي٬ د ارلي وارننګ سسټم جاري منصوبې ختموٶ٬ د دې په ځاے نوې نظام راوړاندې كوٶ دغسې چې ھغه د اولس او حكومت د هيلو له مخې كار وكړي۔ ده ووئيل حكومت داسې ټولې سيمې رامخئ ته كوي چرته چې خوړونو٬ د دريابونو په غاړو يا ډنډونو سره ګېر چاپېره غېر قانوني تعميرات موجود دي٬ په خوړونو كورونه جوړ كړے شوي٬ په دريابونو او تالابونو كښې هوټلز جوړ كړے شوي ، دا ماحوليات لپاره خطري دي۔ وفاقي وزيرمصدق ملك ووئيل د دې ټولو غېر قانوني تعميرات به مخنيوي كول وي۔ ده ووئيل حكومت به د لينډ ريفارمز د لارې ځپلو لپاره متبادل او محفوظو ځايونو كښې آبادكاري باوري كوي دغسې چې اولس د زيان نه وساتلې شي او د طبعي ماحول تحفظ هم ممكن شي۔ وفاقي وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې وفاقي حكومت او صوبائي واكمن به په ګډه د موسمياتي بدلون د خطرو مخنيوي لپاره تګلاره جوړوي چې پكښې به سائنس، ماحولياتي تحفظ، او پاليسي سازۍ ته بنيادي حيثيت ترلاسه وي۔

مزید خبریں