اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي هېواد كښې به فائيو جي ډېر زر معارفي كړې شي٬ په هېواد كښې د تعطل نه غېر او تند رفتاره انتړنېټ وركولو ته پام لرنه كوو ٬ د سمارټ فون فار آل پاليسۍ له مخئ به ټولو وګړو ته په آسانو قسطونو موبائل فون وركولې شي۔ دا خبرې دې د …
هېواد كښې به فائيو جي ډېر زر معارفي كړے شي٬ په هېواد كښې د تعطل نه غېر او تند رفتاره انتړنېټ وركولو ته پام لرنه كوو ۔ شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجۍ او ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي هېواد كښې به فائيو جي ډېر زر معارفي كړې شي٬ په هېواد كښې د تعطل نه غېر او تند رفتاره انتړنېټ وركولو ته پام لرنه كوو ٬ د سمارټ فون فار آل پاليسۍ له مخئ به ټولو وګړو ته په آسانو قسطونو موبائل فون وركولې شي۔ دا خبرې دې د ټك ټاك ايپ فيچر سټيم فيډ لانچنګ دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه ووئيل په پاكستان كښې د آئي ټي څانګه په تندۍ سره ترقي كوي٬ ټيكنالوجي په ټولو څانګو كښې ضرورت ګرځېدلے، اوس مونږ له د دې په زړه پورې استعمال باوري كول دي۔ دې ووئيل ځوانان بايد څه نوې زده كړي او اوښائي٬ زمونږ دوه ذمه وارۍ دي چې مونږ د ټيكنالوجۍ اخلاقي او د ذمه وار استعمال باوري كړو۔ دې ووئيل دج ټيكنالوجي په كارولو يو كس هم د تعليم او روزګار پشمول نورو څانګو كښې انقلاب راوستلے شي، ځوانان بايد هنر زده كړي٬ لوستي او نالوستي خلق ټك ټاك استعمالوي، د ټك ټاك انتظاميې سره حكومت ښې اړيكې لري٬ ټك ټاك زمونږ د هېواد په قوانين عمل كوي۔ شزه فاطمه خواجه ووئيل مونږ ټك ټاك لرننګ پليټ فارم جوړول غوښتل٬ د ټك ټاك په كروړونو صارفين دي٬ زمونږ مقصد دوي له ټك ټاك د تعليم محور جوړول دي، د سټيم فيډ د لارې به دې مقصد ترلاسه كولو له مرسته تر لاسه شي۔ دې ووئيل په دې مهم اقدام د تعليم او اطلاعات وزارتونه٬ د وزيراعظم يوتھ پروګرام او د ټك ټاك ډلې ستائنه او مننه كوٶ۔ دې ووئيل د انفارميشن ټيكنالوجۍ په اړه د ميډيا كردار مهم دے، بايد ځوانان هم د دې پليټ فارم د استعمال په اړه د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي او نور هم په دې لړ كښې خبرول پكار دي ۔ دې ووئيل د هر ماشوم او سړي د ډيجيټل شناخت تيارو لپاره قانون سازي شوې ده، د ډيجيټل پاكستان ايكټ مقصد په هېواد كښې نظم و نسق، د معيشت پشمول ټوله ډيټا په يو پليټ فارم راغونډول دي او چې دا ټوله ډېټا كوټلې وي، ډيجيټائزيشن څخه به ټول دستاويزات او معلومات په “كلك” ترلاسه وي، دې ووئېل ډيجيټل نيشن پاكستان كښې د پيشرفت نه وروستو به د هر كس ډيجيټل شناخت جوړولې شي۔











