اسلام آباد۔4 اګست (اے پی پی) د پاکستان رېلوېز وياند وئيلي دي چې كوئټه څخه پېښور ته په تلونكي جعفر اېكسپرېس ټرېن كوم بريد نه دے شوے٬ ټرېن حفاظت سره خپل منزل پلو روان دے۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د ټرېڼ روانېدو څخه وړاندې حفاظتي نګرانۍ لپاره يو پائلټ انجن روانولې شي۔ دغسې نن هم نګرانۍ لپاره پائلټ انجن ولېږلے شو په كوم چې …
کوئټه څخه پيښور ته په تلونكي جعفر ايكسپريس ټرين كوم بريد نه دے شوے: د ريلويز وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔4 اګست (اے پی پی) د پاکستان رېلوېز وياند وئيلي دي چې كوئټه څخه پېښور ته په تلونكي جعفر اېكسپرېس ټرېن كوم بريد نه دے شوے٬ ټرېن حفاظت سره خپل منزل پلو روان دے۔ د ګل په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د ټرېڼ روانېدو څخه وړاندې حفاظتي نګرانۍ لپاره يو پائلټ انجن روانولې شي۔ دغسې نن هم نګرانۍ لپاره پائلټ انجن ولېږلے شو په كوم چې نزدې 10 بجې درې ګولۍ وچلولې شوې۔ ده ووئيل د خطرې په محسوسېدو ټرېن په محفوظ مقام اودرولے شو او د سېكورټي كليئرنس څخه وروستو خپل منزل پلو روان كړے شو۔ ده ووئيل ټول مسافر محفوظ دي او پائلټ انجن هم حفاظت سره بېرته رارسېدلے دے











