اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) پاکستان د اسرائيل د سينئر وزيرانو، پارلماني غړو٬ چارواكو او د زرګونو په شمېر د اسرائيلي آباد كارو لخوا د پوليس په سيكيورټي كښې د مسجد اقصيٰ بے حرمتي يو جارح او اشتعال انګيز اقدام ګرځولو سره د دې غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د سينئر اسرائيلي چارواكو په شتوالي كښې دا …
د اسرائيل د سينئر وزيرانو، پارلماني غړو٬ چارواكو او د زرګونو په شمېر اسرائيلي آباد كارو لخوا د مسجد اقصيٰ بے حرمتي يو جارح او اشتعال انګيز اقدام دے۔ د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) پاکستان د اسرائيل د سينئر وزيرانو، پارلماني غړو٬ چارواكو او د زرګونو په شمېر د اسرائيلي آباد كارو لخوا د پوليس په سيكيورټي كښې د مسجد اقصيٰ بے حرمتي يو جارح او اشتعال انګيز اقدام ګرځولو سره د دې غندنه كړې ده۔ د خارجه دفتر لخوا د ګل په ورځ د جاري بيان له مخې د سينئر اسرائيلي چارواكو په شتوالي كښې دا بيانونه او كركجن اعلان چې “ټېمپل ماؤنټ (القدس الشريف) زمونږ دے” په نړۍ كښې مذهبي جذبات راپارول٬ په تاٶ تريخوالي كښې اضافه كول او د مسجد اقصيٰ د حېثېت بدلولو يو خطرناك او قصداً هڅه ده٬ د اسرائيل د پراختيا خوښې هڅې منطقه غېر مستحكم كولو او د امن د هر ډول بامعني لارو سبوتاژ کولو دانسته اقدام دے٬ دې اشتعال انګيزۍ سره په ګرده منطقه كښې د تشدد سلسلې د پېل كېدو خطر دے٬ بايد نړۍ په دا ډول منظم ،غېر قانوني، غېر انساني او دغېر قانوني جارحيت په وړاندې غلې پاتې نشي٬ دا ډول اقدامات د نړيوالو بشري حقونو او د انساني قوانين، د ملګرو ملتونو منشور سره سره د ملګرو ملتونو او د او آئي سي د بېلا بېلو قراردادونو څخه سرغړونه ده٬ مونږ نړيوالې ورورولۍ په خاص توګه ملګرو ملتونو څخه مطالبه كوٶ چې ھغوي اسرائيل د دې غېر قانوني اقدامات ځواب وركوونكي ګرځولو سره د مسجد اقصيٰ د مذهبي تقدس او د فلسطيني اولس د حقونو په خاص توګه د خپلواكۍ حق تحفظ لپاره په سمدستي توګه او كوټلې اقدامات وكړي۔ پاکستان د جون كال 1967 په پولو اډانه د يو خپلواكه، آزاد، د عمل وړ او يو بل سره متصل د فلسطيني رياست لپاره د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔











