موسمياتي بدلون څخه د رامخې ته چيلنجز مخنيوي لپاره اقدامات د وخت ضرورت دے۔ وزيراعظم شهباز شريف

ګلګت 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف موسمياتي بدلون څخه د رامخې چېلنجز مخنيوي لپاره اقدامات د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي په پاکستان كښې هر كال موسمياتي بدلون څخه تباهۍ كېږي۔ د ګل په ورځ ګلګت كښې د بارانونو او سېلابي صورتحال جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو سره وزيراعظم ووئيل په تېرو ورځو كښې د ګلګت بلتستان په بېلا بېلو سيمو كښې تهندر غورځېدو څهه …

ګلګت 04 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف موسمياتي بدلون څخه د رامخې چېلنجز مخنيوي لپاره اقدامات د وخت مهم ضرورت ګرځولو سره وئيلي دي په پاکستان كښې هر كال موسمياتي بدلون څخه تباهۍ كېږي۔ د ګل په ورځ ګلګت كښې د بارانونو او سېلابي صورتحال جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو سره وزيراعظم ووئيل په تېرو ورځو كښې د ګلګت بلتستان په بېلا بېلو سيمو كښې تهندر غورځېدو څهه تباهي شوې چې پكښې د بابوسر، ګانچھے، ديامر پشمول يو شمېر سيمې سختې ځپلې شوې دي۔ وزيراعظم په پېښو كښې د حق رسېدليو بخښنې او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره ووئيل نن د صورتحال جاج اغستو لپاره زه د مواصلات ، آبي وسائلو او د اېن ډي اېم اے پشمول د اړوندو وزارتونو او د محكمو وزيرانو او چارواكو سره دلته راغلے يم۔ وزيراعظم ووئيل په نړيواله كچه د کاربن ګيسز اخراج كښې زمونږ برخه ډېره كمه ده خو پاکستان د موسمياتي بدلون څخه په زياتو ځپلو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده د موسمياتي بدلون وزارت ته امر وكړو چې په دې په اړه ضروري اقدامات وكړي ٬ په نړۍ كښې د موسمياتي بدلون په اړه يو شمېر كنفرنسونه كېږي چې پكښې مونږ هم ګډون كوو ٬ په نړۍ كښې د ريزيلئنټ انفراسټرکچر په حواله د نړۍ څخه فنډز راوړې ځكه چې د ګلګت بلتستان او آزاد کشمير پشمول ګرد هېواد د موسمياتي بدلون څخه ځپلے كېږي۔ وزيراعظم ووئيل زه به ډېر زره بيا د ګلګت بلتستان دوره كوم او د دورې په مهال به په ګلګت بلتستان كښې د دانش سکولونو د بنياد تيګه اېښودلې شي۔ ده ووئيل زره د سولر پارك منصوبې په ذاتي توګه نګراني كوك په دې به كار ګړندې كوٶ او پخپله نګرانۍ كښې به دا منصوبه سره ته رسوم۔

مزید خبریں