اسلام آباد۔ 4 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پوليس ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د اګست 4 مه نېټه د هيواد د داخلي سلامتيا د ساتونكو په نامه د ه چا چې د خپلو قيمتي ځانونو په قرباني وركولو رياستي عملداري باوري كړه۔ د ګل په ورځ د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي …
پوليس شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې ٬ د اګست 4 مه نيټه د هيواد داخلي سلامتيا د ساتونكو په نامه ده ٬ چا چې د خپلو قيمتي ځانونو په قربانۍ رياستي عملداري باوري كړه: د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 4 اګست (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پوليس ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د اګست 4 مه نېټه د هيواد د داخلي سلامتيا د ساتونكو په نامه د ه چا چې د خپلو قيمتي ځانونو په قرباني وركولو رياستي عملداري باوري كړه۔ د ګل په ورځ د پوليس شهيدانو ورځ په موقع خپل پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل د پوليس ټولو شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كوو٬ دې سترو محافظينو ته سلام كوم كومو چې د شهادت اعلی درجه ترلاسه كړه۔ محسن نقوی ووئيل پوليس شهيدانو د خپل فرض ترسره كولو لپاره چې د خپلو ځانونو كومې قربانۍ وركړې په تاريخ كښې يې خپل جلا مقام جوړ كړو٬ رياست د دې سترو كورنيو مقروض دے د كومو فرزندانو چې امن او د رياست تحفظ له خپل ځانونه قربان كړل۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل شهيد اېس اېس پی اشرف مارتھ، شهید کېپټن مبین او ټول پوليس شهيدان زمونږ په زړونو كښې ژوندي دي۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ به تل د پوليس شهيدانو كورنيو سره ولاړ يو٬ هغه قام بريالے وي كوم چې د خپلو شهيدانو اكرام كوي۔ ده ووئيل نن مونږ خپل ضمير سره لوظ كوو چې مونږ به د پوليس شهيدان كله هېر كړؤ او نه به د هغوي كورنۍ يوازې پرېږدؤ











