ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته ورسيد۔ د ګل په ورځ ګلګت بلتستان ته په رسېدو د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه او وزير اعلی ګلبر خان وزيراعظم ته هركلے ووے۔ د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعلیم خان، د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطاء تارړ، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق …
وزیر اعظم شهباز شریف په يوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته ورسيد

مزید خبریں
ګلګت۔4 اګست(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره ګلګت بلتستان ته ورسيد۔ د ګل په ورځ ګلګت بلتستان ته په رسېدو د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه او وزير اعلی ګلبر خان وزيراعظم ته هركلے ووے۔ د مواصلاتو وفاقي وزير عبدالعلیم خان، د اطلاعاتو وفاقی وزیر عطاء تارړ، د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجینئر امیر مقام، د موسمياتي بدلون وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملک، د وزیراعظم سلاكار رانا ثناء او د وزیر اعظم کوآرډینېټر شبیر عثمانی هم وزيراعظم سره دے۔ د دورې په مهال به وزيراعظم د بارانونو او سېلابونو د لاسه ځپليو شويو كورنيو ته د مرستې چېكونه وركوي۔ وزیر اعظم ته به په ګلګت بلتستان كښې د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د شوې زيانونو په اړه بريفنګ وركولے شي۔ وزیر اعظم به د ګلګت بلتستان ګورنر او وزيراعلی سره ملاقات هم كوي۔











