د صدر مملكت اصف علي زرداري او د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان ترمينځه ملاقات، په سیمه ایزو او نړیوالو چارو خبرې اتري، په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخیزو مرستي لا قوي د عزم پخلے

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د پاکستان صدر مملكت اصف علي زرداري په ایوان صدر کښې د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره ملاقات كړې ٬ د ملاقات په مهال دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخیزه مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وشو ۔ د اتوار په ورځ ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت اصف علي …

اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د پاکستان صدر مملكت اصف علي زرداري په ایوان صدر کښې د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره ملاقات كړې ٬ د ملاقات په مهال دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخیزه مرستي لا زياتولو د عزم پخلے وشو ۔ د اتوار په ورځ ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت اصف علي زرداري په ایوان صدر کښې د صدر ډاکټر مسعود پزشکیان تود هرکلی وکړو۔ په دې مهال دواړو صدرانو د پاکستان او ایران ترمنځه د دوه اړخیزو مرستي لا زياتولو د عزم څرګندونه وكړه او پهخ بېلو څانګو كښې اړيكو د لا ودي وركولو په حاجت ئې زور راوړو ۔ دواړو مشرانو د سیمه ايزوز او نړیوالو مسئلو په اړه هم تفصلې خبرې وکړې۔صدر مملكت اصف علي زرداري ووئیل چې د پاکستان او ایران ترمينځه د ورورلي اړيكي په شريك مذهب، کلتور او باور اډانه دي ۔ صدر مملكت اصف علي زرداري په سیمه يیزو چارو کښې د ایران د اصولي موقف ستائنه وکړه او په سیمه كښې د مرستي لپاره یې د تهران د پرله پسې ملاتړ مننه وکړه۔ صدر مملكت په سختو وختونو کښې د ایران د یووالي مننه وکړه۔صدر مملكت ووئیل چې پاکستان او ایران به د سیمې امن او سوکالۍ له په ګډه كار كوي ۔صدر مملكت اصف علي زرداري د کشمیر په غیرقانوني اشعال د سپريم ليډر ایت الله سید علي خامنه اي د پرله پسې ملاتړ مننه وکړه۔ صدر مملكت اصف علي زرداري د ایران په ضد د اسرائیل برید په کلکه وغندلو۔ده د د جنګ په مهال د ایران د وګړو بهادري او یووالي ته پيرزوئنې وړاندې كړي ۔صدر مملكت اصف علي زرداري هیله څرګنده كړه چې د صدر پزشکیان دوره به د ورورولۍ اړيكي لا قوي كولو كښې مرستياله وګرځي ۔صدر مسعود پزشکیان د اسرائیل سره د جګړې په مهال د پاکستان د مشرتابه او خلکو د ملاتړ مننه وکړه۔ صدر پزشکیان ووئیل چې پاکستان د کړکېچ په کمولو او د شخړو سوله ایز حل لپاره په زړه پوري كردار ترسره كړې۔ دواړو مشرانو د شخړو د مخنیوي او په سیمه کښې د امن او استحكام لپاره د كوټلي سفارتي هڅو په حاجت زور راوړو۔

مزید خبریں