اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د پاکستان د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني په اسلام اباد کښې د پارلمان په ودانۍ کښې د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره ولیدل۔ د اتوار په ورځ سېنېټ سيكټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د سېنېټ چئيرمېن د ایران صدر هرکلی كولو سره ووئيل د هغه د پاکستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمنځه د ملګرتيا …
د پاکستان د سېنېټ چئيرمېن یوسف رضا ګیلاني د ایران صدر مسعود پزشکیان سره ولیدل، د شريكې خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د پاکستان د سېنېټ چئيرمېن سید یوسف رضا ګیلاني په اسلام اباد کښې د پارلمان په ودانۍ کښې د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان سره ولیدل۔ د اتوار په ورځ سېنېټ سيكټريټ د اړخه جاري شوې بيان كښې وئيلي شوې چې د سېنېټ چئيرمېن د ایران صدر هرکلی كولو سره ووئيل د هغه د پاکستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمنځه د ملګرتيا ، ورورولۍ او دوه اړخیزه اړيكو لا قوي كولو كښې مرستياله وګرځي ۔ د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په اوسنيو كښې د ایران په تاریخي بریا هغه له مباركي وركړه ۔ ده وئويل چې پاکستان وړومبې هېواد دے چې د ملګرو ملتونو د قرارداد له مخې ئې د د ایران د ځان دفاع حق منلې او د پاکستان پارلمان د اسرائیل په بریدونو او د ایران د خپلواكۍ په حميات كښې متفقه قرارداد منظور كړې ۔ د سېنېټ چئيرمېن زور راوړو چې پاکستان د ټولو شخړو امناكه حل غواړي او جنګ د مسئلو حل نه دے ۔ ده هيله څرګنده كړه چې په منځني ختیز او لويديز اسياﺀ كښې به عمر له امن ، استحكام او پرمختګ ممکن شي۔ ده د ایران په پارلمان کښې د صدر پزشکیان د وینا په مهال د “تشکر پاکستان” شعرونه د دواړو هېوادونو ترمنځه د اوږدې مودې او ژورې ملګرتيا څرګندونه وګرځوله او د کشمیر په مسئله د ایران د سپريم ليډر ایت الله علي خامنه اي دوامداره او اصولي ملاتړ ستائنه ئې وکړه۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخیزو اړیکو، پارلماني مرسته ، تجارت، معيشت ، کلتور او نورو څانګو په اړه هم تفصلې خبرې وشوې۔د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان د سېنېټ چئيرمېبن د خيالاتو سره اتفاق كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او ایران اړیکې په تاریخي بنيادونو تړلې شوي كومي چې په شريك باور، کلتوري نزدې والي او شريك مذهبي او تهذيبي میراث اډانه دي ۔ هغه په سيمكه ايز امن ، استحكام او سوکالۍ لپاره په شريكه هڅو كولو زور راوړو ۔ ده ووئيل ایران غواړي چې پاکستان سره په تجارت، معيشت او سرمايه كارۍ پشمول په نورو څانګو كښې خپله مرسته نوره هم زياته كړي ۔ صدر پزشکیان د ایران او اسرائیل ترمنځه په اوسنيو كښې د تاؤ ترېښوالي په مهال د پاکستان حکومت، پارلمان او وګړو د ملاتړ مننه وكړه ۔ ده ووئيل چې د پاکستان پارلماني قرارداد او د خلکو یووالی د ستائنې وړ او د ریښتینې ملګرتيا څرګندونه ده ۔ ده د دواړو هېوادونو ترمنځه د پارلماني اړیکو د لا قوي كولو په اړه زور راوړو او د تعلیمي، کلتوري او وګړو ترمينځه د اړیکو د رابطو تبادلي په اهميت ئې زور راوړو ۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق، سناتور سلیم مانډیوالا، سناتور عرفان صدیقي او د قومي اسمبلۍ غړي نوید قمر هم موجود وو۔











