اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د ایران وزیرې فرزانه صادق د پاکستان د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان، د تجارت وزیر جام کمال خان او د ریلوے وزیر حنیف عباس سره په یوه ګډه غونډه کښې ګډون وکړو۔ په دې غونډه کښې د دواړو هېوادونو ترمنځه د موجوده ملګرتيا او دوه اړخیزو اړیکو ته لا ودي وركولو او په ځانګړې ډول د ټرانسپورټ په څانګه كښې د ښه …
د ايران وزیري فرزانه صادق د وفاقی وزيرانو سره شريكه غونډه،شريكو اړيكو ته لا وده وركولو او په خاص توګه د تګ راتګ ذريعو كښې ښه والي راوستلو په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام اباد 03 اګست (اے پي پي) د ایران وزیرې فرزانه صادق د پاکستان د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان، د تجارت وزیر جام کمال خان او د ریلوے وزیر حنیف عباس سره په یوه ګډه غونډه کښې ګډون وکړو۔ په دې غونډه کښې د دواړو هېوادونو ترمنځه د موجوده ملګرتيا او دوه اړخیزو اړیکو ته لا ودي وركولو او په ځانګړې ډول د ټرانسپورټ په څانګه كښې د ښه والي په اړه خبرې اترې وشوې۔په غونډه کښې ایران د پاکستان او چین سره د سلك روډ په پروژه کښې د ګډون او د ګوادر او چاه بهار ترمنځه د سمندري لارې د دوه اړخیزه سوداګرۍ په زیاتولو هم خبرې وشوي ۔د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د ایران صدر او د هغه پلاوي ته هرکلے وئيلو سره ووئيل چې د پاکستان وګړي د اسرائیل په ضد د ایران په بریا خوشحاله دي او دا د ټولي اسلامي نړۍ لپاره د ویاړ او خوشحالۍ خبره ده ۔عبدالعلیم خان ووئیل چې ایران او پاکستان عمر له د يو بل سره مرسته کړې ده او وروستۍ پېښې دواړه هېوادونه نور هم رانږدې کړي دي۔د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د ایران وزیرې فرزانه صادق ته بلنه ورکړه چې د اکتوبر په 23مه او 24مه نېټه په پاکستان کښې د وزیرانو په کنفرانس کښې ګډون وکړي چې په کښې به 20 څخه زيات هېوادونه ګډون کوي۔ د ایران وزیرې د اسرائیل د برید په ضد ملاتړ لپاره د پاکستاني وګړو لپاره د خير سګالۍ جذبے څرګندونه وكړه ۔ دي ووئيل چې د پاکستان او ایران ترمنځه د ګاړو اوسنی شمېر باید زیاته كړې شي او مونږ د کویټې او زاهدان په اوسنۍ لاره كښې هم ښه والی راوستلې شو ۔ د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان د دواړو هېوادونو د وركنګ ګروپپس تجويز وركړو ۔په غونډه کښې د تجارت وفاقي وزیر جام کمال خان د ایران وزیرې ته د تجارت د حجم د زیاتوالي او نورو مسئلو په اړه معلومات ورکړل۔ ده ووئيل چې دواړه هېوادونه يو بل لپاره ټريډ ماركيټ ثابتيدے شي، ځکه چې په ډېرو څانګو كښې ګنجائش شته ۔ د ریلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي د اسلام آباد، تهران او استنبول د ریلوے پټلۍ د پروژې د بیا کتنې ډاډ ورکولو سره ووئيل چې د پاکستان او زاهدان د ریلوے ټريك به يپ ګريډ او شميره به زیاته كړې شي ۔د ایران وزیرې فرزانه صادق د پاکستان وفاقي وزیرانو مننه وکړه او د ایران د اړڅه ئې د هر ډول مرستې باور وركړو ۔ دي ووئيل پاکستان ته دوره یادګاري ده دې سره بدواړو هېوادونو ته په فعاله ډول د يو بل سره د كار كولو موقع ترلاسه شوي ۔د مواصلاتو وفاقي وزیر عبدالعلیم خان ایران ته د خپلي اوسنۍ دورې حواله وركولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو ترمنځه پېش رفت مثبت دے ۔ ده د ايران وزیرې فرزانه صادق ته ډالۍ هم وړاندې كړي او د ایران اولس لپاره ئې د خير سګالۍ جذباتو څرګندونه وكړه ۔











