پاکستان ایران فری ټریډ معاهدہ جوړه شوي،دوه اړخيزه تجارت به زيات شي ۔ د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان د پاکستان ایران بزنس فورم ته وينا

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان وئيلي چې د بلوچستان وكړي د ایران سره په تجارت انحصار کوي،سرحدی تجارت د دواړو هېوادونو لپاره مهم دے،مند۔پشین بارډر مارکیټ بيا فعاله شوې،چاغی۔کوهك او ګبد۔ریمدان مارکیټونه به ډير زر فعاله شي،نوي مارکیټونو څخه به سرحدی سيمو ته ګټه وشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاکستان ایران بزنس فورم ته وينا كښې وكړه۔د …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان وئيلي چې د بلوچستان وكړي د ایران سره په تجارت انحصار کوي،سرحدی تجارت د دواړو هېوادونو لپاره مهم دے،مند۔پشین بارډر مارکیټ بيا فعاله شوې،چاغی۔کوهك او ګبد۔ریمدان مارکیټونه به ډير زر فعاله شي،نوي مارکیټونو څخه به سرحدی سيمو ته ګټه وشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ پاکستان ایران بزنس فورم ته وينا كښې وكړه۔د تجارت وفاقی وزیر د ایرانی پلاوي هركلي كولو سره ووئيل پاك ایران اړيكي په ورورولۍ اډانه دي، د بلوچستان وكړي د ایران سره په تجارت انحصار کوي،سرحدی تجارت د دواړو هېوادونو لپاره مهم دے۔ده ووئيل مند۔پشین بارډر مارکیټ بيا فعاله شوې ،مارکیټ په 30 جولائی بيا پرانستلې شوي۔ جام کمال خان ووئيل چاغی۔کوهك او ګبد۔ریمدان مارکیټونه به ډير زر فعاله شي،نوي مارکیټونو څخه به سرحدی سيمو ته ګټه وشي۔ده ووئيل نجی څانګه 10 اربه ډالره تجارتی هدف پورا كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده ووئيل پاکستان ایران فری ټریډ معاهدہ جوړه شوي، معاهدے څخه به دوه اړخيزه تجارت زيات شي۔ ده ووئيل په بارټر ټریډ زر تر زره عملدرآمد ،نان ټیرف خنډان ختمولو ته اړتيا ده۔د شريك تجارت ودي په اړه ده ووئيل د دواړو هېوادونو کسټمز مرسته او انفراسټرکچر به ښه كولې شي۔ده ووئيل زراعت، معدنیات او توان كښې دوه اړخيزه مرستي پراخه ګنجائش شته،حکومت سرمایه كارۍ كښې آسانغ پيدا كوي،د ایران کمپنیو ته په پاکستان كښې هركلے وايو۔ جام کمال خان د ایران بزنس او صنعتکارو ته شريكو منصوبو كشې د كډون كولو بلنه هم وركړه۔جام کمال خان ووئيل دا فورم د ملګرتيا علامت دے ، د ایران صنعتکار پاکستان كښې بايد د سرمایه كارۍ موقعو څخه ګټه پورته كړي۔ وفاقی وزیر د ايران صدر بزنس فورم كښې په ګډون كولو مننه كولو سره دا خوشبينه ګرځولو سره ووئيل ډير زر به ايران كښې ایران شريك اقتصادی کمیشن غونډه راوبللې شي۔ بزنس فورم ته د ایران د تجارت وزير محمد آتابك هم خطاب وكړو۔پاك ایران بزنس فورم كښې د دواړو هېوادونو اعلیٰ قیادت ګډون وكړو، نائب وزیر اعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار هم دستوره كښې ګډون وكړو۔

مزید خبریں