د فلسطین لپاره د مرستي سامان لېږلو تيارۍبشپړ شوي۔این ډي ایم اې

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه (این ډي ایم اے) د فلسطین لپاره د 100 ټنه مرستي سامان وړومبۍ كهيپ د لېږلو تيارۍ بشپړ كړې ۔د این ډي ایم اے لخوا جاري شوې بيان له مخې د مرستي وړومبې كهيپ به د اتوار په ماښام د اسلام اباد هوائي ميدان څخه ليږلې شي ۔ نائب وزیراعظم اسحاق ډار او د این ډي …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په سپارښتنه (این ډي ایم اے) د فلسطین لپاره د 100 ټنه مرستي سامان وړومبۍ كهيپ د لېږلو تيارۍ بشپړ كړې ۔د این ډي ایم اے لخوا جاري شوې بيان له مخې د مرستي وړومبې كهيپ به د اتوار په ماښام د اسلام اباد هوائي ميدان څخه ليږلې شي ۔ نائب وزیراعظم اسحاق ډار او د این ډي ایم اے چئيرمېن لفټننټ جنرال انعام حیدر ملك به د مرستي سامان د لېږلو په دستوره كښې د مېلمنو په حيث ګډون كوي ۔این ډي ایم اے وئيلي چې 100 ټنه مرستي سامان به د خصوصي پرواز د لارې د اردن عمان ته ورسیږي۔ د مرستي دغه سامان كښې د خوراك څيززونه او داروګان شامل دي۔این ډي ایم اے به د خصوصي پرواز د لارې 200 ټنه سامان فلسطین ته لیږي۔ د وزیراعظم په سپاښتنه این ډي ایم اے تر اوسه په محموعي ډول 1715 ټنه د مرستې سامان فلسطین ته لېږلې دي او د پاکستان له خوا غزه او فلسطین ته د مرستو 17م كهيپ به نن ولېږلې شي۔

مزید خبریں