د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنوں سره نزدې په پوليس چوكۍ فتح خيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنوں سره نزدې په پوليس چوكۍ فتح خيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بريد غندنه كولو سره وئيلي چې پوليس د شپي په تياره كښې بريد كونكو هندي حمايت يافته ترهګرو په مړانه مقابله كړې،د خېبر پښتونخوا پوليس قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې …

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بنوں سره نزدې په پوليس چوكۍ فتح خيل د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بريد غندنه كولو سره وئيلي چې پوليس د شپي په تياره كښې بريد كونكو هندي حمايت يافته ترهګرو په مړانه مقابله كړې،د خېبر پښتونخوا پوليس قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې خپل بيان كښې د كورنيو چارو وزير د فتنه الهندوستان ترهه ګرو بهادرۍ سره په مقابله كولو كښې شهيد شوې پوليس اهلكار ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د غمجني كورنۍ سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د ژوبل اهلكار زر روغتيا له لاس په دعا يو۔ محسن نقوي د هند سپانسرډ دوه بريد كونكو ترهه ګرو په وژلو پوليس ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده ووئيل د شهيد پوليس اهلكار روح نياز قربانۍ ته سلام كوم۔ محسن نقوي ووئيل پوليس اهلكار د فرض په لاره كښې خپله قرباني وركولو سره د شهادت لويه مرتبه ترلاسه كړي،د خېبر پښتونخوا پوليس عظيم قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔

مزید خبریں