اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) پاكستان او ايران دوه اړخيزه معاشي مرستي ته ودي وركولو له تجارتي، سرحدي او په شريك باور اډانه شراكت داري لا زياتولو ته اتفاق كړې دے۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ايران د صنعت، كان كني او تجارت وزير محمد آتابك سره په اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال تجارتي او سرحدي مرستي ته ودي وركولو ته اتفاق كړې،دواړو وزيرانو …
د پاكستان او ايران د تجارت وزيرانو د اعليٰ پائې غونډه كښې تجارتي او سرحدي مرستي ته ودي وركولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) پاكستان او ايران دوه اړخيزه معاشي مرستي ته ودي وركولو له تجارتي، سرحدي او په شريك باور اډانه شراكت داري لا زياتولو ته اتفاق كړې دے۔د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د ايران د صنعت، كان كني او تجارت وزير محمد آتابك سره په اسلام آباد كښې د ملاقات په مهال تجارتي او سرحدي مرستي ته ودي وركولو ته اتفاق كړې،دواړو وزيرانو ملاقات د ايران صدر ډاكټر مسعود پزشكيان دوه ورځنۍ سركاري دورے په موقع شوې۔د تجارت وزارت له مخې د اعليٰ پائې خبرو اترو كښې دواړو وزيرانو د تجارت ودي ، سرحدي خنډانو ختمولو او په ترجيحي څانګو كښې د باور وړ مرستي نوي لاري لټولو په حاجت زور راوړې۔د ايران وزير محمد آتابك د پاكستان حكومت او تجارت وزارت فعاله كردار ستائلو سره ووئيل چې ټولي ډلي پشمول وزارت كه سمدستي او سنجيده هڅي نه وې كړي نو دې مقام ته نه شوې رسيدل ، ضروري دا ده چې دا پيش رفت په منظم او نتيجې وړ تجارتي ډھانچے كښې واچولې شي۔وفاقي وزير جام كمال خان هم د دغه جذبے څرګندونې سره ووئيل چې دواړو حكومتونو او نجي څانګو كښې د بشپړه عزم او جذبې نتيجه ده۔ده زور راوړو چې جذبے او سياسي عزم نه پس رسمي اقدامات كيږي او پاكستان ايران سره اړيكي جوائنټ اكنامك كميشن ، بزنس ټو بزنس ملاقاتونو او شعبه جاتي تجارتي پلاويو د لارې لا قوي كولو له چمتو دے۔دواړو وزيرانو د زراعت، لائيو سټاك ، خدمات، توان او سرحد پار لاجسټكس په شان مخصوص څانګي په ګوته كولو سره ووئيل دا څانګي د شريكې مرستي وده كښې مهم كردار لري۔ جام كمال خان تجويز دي وركړو چې وفاقي او صوبائي ايوان هائے صنعت و تجارت په نمائندګانو مشتمل تجارتي پلاوي دې جوړ كړې شي دغسې چې تر ماركيټ رسني او قواعد او ضوابط مفصل خبري اتري ممكن شي۔ده ووئيل مونږ دا ماډل د بېلاروس پشمول بېلو هېوادونو كښې آزمائيلې دے او غواړو چې ايران سره هم د استعداد وړ څانګو كښې شريكه مرسته زياته كړې شي دغسې چې دوه اړخيزه رابطو ودي سره حقيقي استفاده وكړې شي۔دواړو وزيارنو په موجوده تجارتي راهدارو او سرحدي سهوليات زيات استعمال ته هم اتفاق وكړو۔وفاقي وزير جام كمال ووئيل جغرافيه يو نعمت دے، پاكستان او ايران بايد د كم مزل ګټه استعمال كړي، كه دا موقع ضائعه كړو نو د دواړو به زيان وشي۔د ايران وزير محمد آتابك د هر اعليٰ پائې دورے په مهال يو خصوصي بي 2 بي ورځ مختص كولو تجويز حمايت كولو سره ووئيل مونږ د ايران څخه كاروباري پلاوي پاكستان ته راليږلو له چمتو يو۔دده د پاكستان برآمدات زياتولو له روانو خبرو اترو ذكر كولو سره په دواړو حكومتونو زور راوړو چې په نوي معاهدو زر تر زره عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعت كار چمتو دي، هغوي په يو بل باور كوي هغوي له يواځې زمونږ د اړخه يو واضح او مسلسل سهولتي نظام ته اړتيا ده۔خبرو اترو كښې دواړو ډلو په دې خبره زور راوړو چې پاكستان او ايران اولس ترمينځه ثقافتي او لساني همغږي د شريكو اړيكو بنياد دے۔ جام كمال خان د خصوصي اكنامك فري زون سي اي او سره د اوسني يو ملاقات حواله وركولو سره ووئيل ما بلوچۍ ژبه كښې خبره وكړه كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي رابطو عكاسي كوي۔د ملاقات په آخر كشې دواړو وزيرانو د پاكستان۔ ايران جوائنټ اكنامك كميشن راروانه غونډه زر تر زره كولو، عوامي و نجي څانګو شموليت باوري كولو او سرحدي مرستي او تجارتي لاجسټكس ته خاص پام لرني كولو ته اتفاق وكړو۔ملاقات عمومي پيغام دا وو چې’’ اوس د اقدام وخت دے ‘‘۔ اعليٰ سياسي همغږي او شريك باور سره پاكستان او ايران اسټريټجكي اقتصادي شراكت دارۍ يو نوي دور كښې داخليدو ته چمتو دي كوم چې د سيمي د تجارت منظرنامه بدلولې شي۔











